سرپل کې ناپېژنده کسانو د یوې ښځې سر پرې کړی؛ کاپیسا کې دوو نجونو ځانونه وژلي

د سرپل امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده کسانو دوه شپې وړاندې د سرپل ښار په اړوند سیمه کې چې د طالبانو په واک کې ده، د یوې ښځې سر پرې کړی دی.

د سرپل امنیه قوماندان وايي، د سیمې اوسېدونکیو پرون د یادې ښځې جسد د لویې لارې پولیسو ته سپارلی او هغوی هم د سرپل مرکزي روغتون ته لېږدولی دی.

بله‌خوا په کاپیسا کې دوو نجونو د زهرو په خوړلو سره ځانونه وژلي دي.

د کاپیسا امنیه قوماندان فرید مشعل د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یوې نجلې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالي په لومړۍ برخه کې او یوې بلې هم د کاپیسا په مرکز محمودراقي ښار کې د تېرې اوونۍ په سه‌شنبې او چهارشنبې ورځو زهر خوړلي او ځانونه یې وژلي دي.

د کاپیسا امنیه قوماندان د دغو پېښو لامل کورنۍ ستونزې یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو چارو وزارت مسوولان وايي، په روان لمریز کال کې په دغه وزارت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷ زره او ۴۱ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۵۱ هغه سختې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام