
د افغانستان د عدليې وزیر عبدالبصیر انور نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې د انسانيقاچاق پر وړاندې د مبارزې لهپاره دا ډول شبکو جوړښت او غړیتوب ځکه ګټور دی چې په یوازې یو هېواد هم له دې بدې پدیدې سره مبارزه نهشي کولی.
ښاغلی انور وايي چې د ۲۰۱۴ کال اقتصادي بحران، د امنیت نهشتوالی او بېکاري هغه عوامل وو چې ډېر افغانان یې کډوالۍ ته مجبور کړل.
ښاغلی انور له انسانيقاچاق سره مبارزه یوازې د حکومت، مدني ټولنې، انجیوګانو او یو هېواد مسوولیت نه ګڼي، بلکې دا د ټولو وګړیو انساني وجیبه بولي.
عبدالبصیر انور دا هم وویل چې د دوی وزارت له ۱۳۹۰ کال راهیسې له انسانيًقاچاق سره مبارزه پيل کړې چې تر اوسه یې ډېر پرمختګ کړی او په جزا کوډ کې یې د قانون په توګه ځای ورکړیدی.

په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د کډوالو چارو رییس لورنس هارت وايي، د افغان کډوالو او قاچاق شویو وګړیو لهپاره یو ډیټابس ته اړتیا ده چې افغان حکومت ورته لاسرسی ولري. د ښاغلي هارت په وینا، د یو هېواد ټول وګړي او ارګانونه دنده لري چې د انسانيقاچاق پر ضد مبارزه وکړي.
دا غونډه د ترکمنستان، اوزبیکستان، تاجیکتسان او پاکستان هېوادونو د استازیو په ګډون په کابل کې د د لومړي ځل لهپاره د افغانستان په کوربتوب جوړه شوه چې له دې مخکې په تاجیکستان کې جوړه شوې وه او په ۲۰۱۹ کال کې به په پاکستان کې جوړه شي.





