.jpg)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون لهخوا په هېواد کې د پارلماني ټاکنو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیبالله احمدزي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۷ کال په چنګاښ میاشت کې ترسره کېږي.
د افغانستان اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې ټاکنې له هرو پنځو کالو وروسته ترسره کېږي، چې د اوسنۍ ولسي جرګې د کار موده په ۱۳۹۴ کال کې پای ته رسېدلې او هغه مهال باید نوې ټاکنې شوې وی.
.jpg)
احمدزی وایي له اوږدو سلامشور او د هیواد امنیتي حالت ته په کتو یې د ولسي جرګې اولسوالیو شوراګانو ټاکنو له پاره دا نیټه غوره کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ددغه کمیسیون پرخپلواکي ټینګار او ویې ویل چې هیچاته به په ټاکنو کې د لاسوهنې اجازه ور نه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند ګلاجان صیاد خبري غونډې ته وویل، چې دغه کمیسیون له تخنیکي پلوه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لري.





