
د پروان ولایت یو شمیر مدني فعالانو، د ولایتي شورا غړو او ځوانانو کوچیانو ته د تذکرو له ویش سره مخالفت وکړ.
دوي وایي، چې د کوچیانو په نوم کسانو ته د تذکرو ویش هر ډول پریکړې سره مخالف دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې په دغه ولایت کې دوی ته تذکرې وویشي.
وروسته له هغه چې د پروان والي محمد عاصم عاصم ددغه ولایت د ثبت احوال نفوس مدیریت ته رسمي لیک واستوه، چې د بګرام ولسوالۍ د قلعه نصرو ۸۳ اوسیدونکو ته دې د تذکرې وویشل شي، نن سه شنبه(جون ۲۱مه) یو شمیر مدني فعالان او ځوانان د پروان ولایتي شورا په دفتر کې سره را ټول شوي وو او له دې پریکړې سره یې خپل مخالفت اعلان کړ.
د پروان ولایت د نفوسو او ثبت احوال مدیر وحید کوهستاني یوې خبري غونډې ته وویل، چې له څو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې کوچیانو ته د تذکرو ویشلو هڅې روانې دي، خو پر وینا يې دا کار د نفوسو ثبت احوال د قانون خلاف دی.
کوهستاني زیاته کړه، چې دا کسان نه کوچیان دي او نه هم په دغه ارګان کې کومه مخینه لري، چې پر بنسټ يې دوی ته تذکرې وویشل شي.
نوموړي زیاته کړه " د نفوسو د ثبت احوال قانون وايي، تذکرې د اصولي خپلوانو په اساس ویشل کیږي".

هغه وايي، دوی له هيچا سره ستونزه نه لري پروان ته که له هر ولایته خلک ورځي او په پروان ولایت کې اوسیدو ته لیوال وي، نو په نقل مکان دې راشي، نو هغه وخت به يې قبول کړي.
همدا ډول د غونډې ځینو نورو ګډونوالو وویل، چې د پروان ولایت په هېڅ سیمه کې کوچیانو استوګنځی نه درلود او اوس ځينې کسان د کوچیانو له نوم څخه په ګټې اخیستې غواړي پروان ولایت نا امنه کولو له پاره دسیسې جوړې کړي.
د پروان ولایتي شورا غړی عبدالظاهر سالنګي وايي، چې له لسو کلونو راهیسې په دې ولایت کې کوچیانو ته د تذکرو د ویش هڅې روانې دي، خو دا هڅې د سیمه ییز حکومت، د ولایتي شورا او ددې ولایت اوسیدونکي له مخالفت سره مخ دی.
و موغوښتل چې په دې اړه د پروان د والي محمدعاصم عاصم نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره بریالي نشو.





