
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ (نوامبر۲۳مه) " له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي نړېوالې ورځې " نمانځغونډې ته وویل، چې له ښځو سره د یو شمیر حکومتي ادارو چلند له امله په دغو بنسټونو کې د ښځینه وو رول پیکه شوی.
ولسمشر غني له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه د هېوادوالو اسلامي او قانوني دنده بولي او له دیني عالمانو، رسنیو او مدني بنسټونو غواړي چې په دې لار کې له حکومت سره مرسته وکړي.
نوموړي وویل، چې په دولتي ادارو کې د ښځو ضد فرهنګ پر اساس له ښځو سره تاوتریخوالی کیږي.
ولسمشر زیاته کړه، چې د "سي، بي، ار" له بهیره هم د ښځو شکایتونه ده ته رسېدلي او ډېر ژر به يې حل کړي.

په همدې حال کې، له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد مبارزې ځانګړې څارنوالۍ مسوولین، له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت شوې شمیرې زړه بوږنونکې بولي او وايي چې سږکال په ټول هیواد کې د ښځو وضعیت اندیښنونکی دی.
له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد مبارزې ځانګړې څارنوالۍ مشرې پروین رحیمي خبري غونډې ته وویل، چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تراوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۷۰۲ دوسيې ثبت شوي دي.
د میرمن رحیمي پروینا، له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د تاوتریخوالي ۹۲۶ دوسیې ثبت کړي چې ۵۱۲ يې د ښځو وهلو او ټکولو دي.
رحیمي وویل: "۱۶۶ موارده د ځورونې دي ۳۰ مورده وژنې، ځان وژنې او ځان سوځونې دي،۹ مورده جنسي تیري دي، ۲ مورده فحشا ته اړ کول دي او پاتې شمیرې نور موارد دي."

له دې سره سره اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم نن له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په هیواد کې د ښځو وضعیت د منلو نه دی.
عبدالله د هیواد ښځینه سره ژمنه وکړه، چې حکومت له ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیې په جدي توګه څیړي.
د نومبر میاشتې ۲۵ مه نیټه له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ ده او داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کیږي، چې د هیواد زیات شمیر ښځینه د سر غوڅولو، سوځولو، ناموسي وژنو او اجباري ودونو قرباني کیږي.





