
نن سهار د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکیو په کابل ښار کې د تړل شویو لارو تصویرونه پر خپلو پاڼو خپاره کړل او د ښار د نظامي بڼې خبر یې ورکړ.
ویل کیږي دغه امنیتي تدابیر د احتمالي لاریونونو جوړېدو لپاره نیول شوي وو.
د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د سړکونو له بندېدو شکایت کوي او وايي، د لارو تړل یې پر کارونو منفي اغېز کوي.
د کابل یو اوسېدونکی خالق وايي، هرڅوک حق لري چې په ازاده توګه خپل کاروبار وکړي، خو د لارو بندښت د خلکو مخه نیولې ده.
په کابل کې د یوه پارکېنګ مسوول عبدالغفار وايي، نن د لارو بندښت له امله امنیتي ساتونکي او کارکوونکي یې ونه توانیدل چې کار ځای ته راشي. هغه وایي، د لارو تړل کېدل د دې لامل شوي چې د موټرو تګراتګ کم او دوی ته درانه اقتصادي زیانونه واوړي.
د کابل یو بل اوسېدونکی بسمالله وايي، په کابل ښار کې له اړتیا پرته د لارو بندښت او بېځایه رخصتۍ لامل کېږي چې بچیان یې پر خپل وخت ښوونځي ته و نه رسېږي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په کابل کې رخصتۍ او د لارو بندښت د خصوصي سکټور ملا ور ماتوي او د هېواد اقتصاد ته ستر زیان اړوي.
اقتصادي کارپوه صیام پسرلی وايي، رخصتۍ او د سړکونو تړل کېدل چې وخت ناوخت په کابل کې کېږي، خصوصي سکټور، کسبهکار او کوچني پانګهوال زیانمنوي.
خو د کابل امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار د احتمالي لاریونونو له کبله د کابل ښار په یوشمېر ځایونو کې امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو په وینا یې اوس د کابل امنیه قوماندانۍ په لارښوونه ټولې لارې د ټرافیکو پر مخ خلاصې دي.
تر دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوشمېر نوماندانو د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر له کار سره د مخالفت ترڅنګ، ګواښ کړی و چې مدني لاریونونه به وکړي.
د اساسي قانون د ۶۱مې مادې له مخې د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه تر ټاکنو وروسته پای ته رسېږي، خو سترې محکمې څو موده مخکې په یوه تفسیر کې د غبرګولي میاشتې له لومړۍ وروسته د ولسمشر د کار پر دوام ټینګار وکړ.





