
د بلخ په چمتال ولسوالي کې د ۱۳۷۷ کال د زمري میاشتې د ۱۷مې عام وژنې د قربانیانو کورنۍ د دې عاموژنې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.
طالبانو په یاده نېټه د بلخ ۷۱ اوسېدونکي د دغه ولایت په چمتال ولسوالي کې په ډلهيیزه توګه ووژل او له جسدونو یې غونډۍ جوړه کړه. هغه پېښه چې د دوو لسیزو په تېرېدو سره لا هم د قربانیانو د کورنۍ د غړیو پر ذهن او روان ځوروي او یوه عامل ته یې هم سزا نه ده ورکړل شوې.
د دغه جنایت د قربانیانو یوشمېر کورنۍ وايي، د خپلوانو د وژل کېدو د دوهویشتم تلین په مناسبت په مزارشریف ښار کې راټول شوي او له دولت نه هغو طالبانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي چې دغه جنایت یې کړی دی.
داسې مهال چې د یادو قربانیانو کورنۍ په بلخ کې د عاموژنې عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي، دولت د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره لویه مشورتي جرګه رابللې ده. ټاکل شوې د دغې جرګې غړي سبا خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
د ۱۳۷۷ کال د قربانیانو د کورنۍ غړي وايي، دولت باید هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې لاسونه یې د سلګونو هېوادوالو په وینو سره دي.
دوی وايي، د هغو طالبانو خوشې کول چې جنګي او د بشر ضد جنایتونه یې کړي، د خلکو او قربانیانو وینې ته سپکاوی دی.
طالبانو په ۱۳۷۷ کال کې د بلخ د چمتال ولسوالي نږدې ۳۶۰ اوسېدونکي ووژل. دې ډلې په یوه وار د ښځو، ماشومانو او سپینږیرو په ګډون، ۷۱ کسان لومړی ووژل او بیا یې په ډلهییزو توګه تر خاورو لاندې کړل.





