هرات کې د زعفرانو د کیفیت‌کنټرول لومړني لابراتو پرانیستنه

د هرات د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د زعفرانو د کیفیت‌کنټرول لابراتوار له پرانیستنې سره به لومړی په لابراتوار کې د ټولو شرکتونو د زعفرانو کیفیت ازمایل کېږي او وروسته له هغه به یې د پلور او صادرولو اجازه ورکول کېږي.

د هرات د کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر بشیر احمداحمدي وايي، په‌دې لابراتوار کې د زعفرانو د کیفیت پر معلومولو ۱۸ میکروبیلوژيکي او کیمیاوي ازمایښتونه کېږي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې دغه لابراتوار د څه باندې ۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت د کرنې وزارت له بودیجې جوړېږي.

د هرات د کرنې ترویج عمومي مدیر همداراز وویل چې دا لابراتوار د کیفیت ازمایښت ترڅنګ په کروندو کې د زعفرانو ناروغي او افات هم تشخیصوي.

په ورته وخت کې د هرات والي اصف‌رحیمي وايي چې د دې لابراتور له پرانیستنې سره به د دې ترڅنګ چې د ځېنو هېوادو له‌خوا د افغانستان زعفرانو ناوړې ګټې اخیستنې مخه ونیول شي؛ د افغانستان د زعفرانو د کیفیت په اړه به د نړۍ د بازار باور هم زیات شي.

د هرات د والي په وینا، د دې له‌پاره چې د افغانستان زعفران له محصول پرته چین ته صادرېږي؛ ځېنې هېوادونه هڅه کوي چې خپل زعفران د افغانستان له لارې نورو هېوادو ته صادر کړي.

هرات کې داسې مهال د افغانستان د زعفرانو کیفیت‌کنټرول لابراتوار پرانیستل کېږي چې د سلام وطندار د راپور پر بنسټ سږکال د هرات زعفرانو بیه د تېرهغه په پرتله ۵۰ سلنه راټیټه شوې‌ده.

له‌دې ټولو سره ـ سره د هرات د کرنې ریاست مسوولان وايي چې سږ هغه په‌دې ولایت کې د زعفرانو تولید د تېرکال په پرتله ۳،۵ ټنه زیات شوی‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام