بشري حقونو: له پاکستانه ښوراوک ته د راستنو شويو کډوالو حالت د اندېښنې وړ دی

حکومتي سرچينې وايي، پاکستاني حکومت د ۵۰۰ په شاوخوا کې افغان کډوالې کورنۍ په زوره را شړلي او هغوی اوسمهال د کندهار په ناامنه ولسوالۍ ښوراوک کې اړولي دي.

په همدې حال کې د کندهار ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دغو کډوالو پر اوسني وضعیت اندېښنه ښکاره کوي او وايي، راستنې شوې کورنۍ چې مېرمنې او کوچنیان هم ورسره دي پرته له سر پرنا تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي.

د کندهار د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مطبوعاتي مسوول عبدالعزیز اکرمي وايي، د کډوالو په زوره ایستل د بشري حقونو او د کډوالۍ له قوانينو سرغړونه ده.

اکرامي وویل، راستانه شوي کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي او ژر تر ژره دې ورسره مرستې وشي.

بل خوا د کندهار د بېړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مسعود پښتون سلام وطندار ته وویل، دوی هڅه کوي، چې دوه ورځې وړاندې ناببره راستانه شویو کډوالو ته بېړنۍ مرستې ورسوي؛ خو ناامني او په هغه سیمه کې د حکومت نه حاکمیت یې مخه ډب کړې ده.

مسعود زیاتوي، راستنې شوې ۵۰۰ کورنۍ د کندهار په ښوراوک ولسواۍ کې میشت دي او په دې اړه یې د کندهار ولایت د نورو اړوندو ادارو سره ناسته هم کړې ده.

بېړنيو پېښو سره د مبارزې ریاست وايي، تر هغې چې کډوال له ناامنو سیمو نه وي راویستل شوي او یا هم هغه سیمې امنیتي ځواکونو نه وي تصفیه کړي دوی نه شي کولی هلته مرستې ورسوي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک بیا وايي، د راشړل شویو کډوالو په اړه معلومات لري او ټولو اړوندو ادارو ته يې لارښوونه کړې، چي تر سروې وروسته د مرستي ډلي سیمي ته ولېږي.

هڅه مو وکړله، چې له پاکستان را ستانه شوي افغان کډوال چې اوسمهال  په ښوراوک ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي له هغوی سره خبرې وکړو؛ خو امنیتي اندېښنو او او هلته د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له کبله په اړیکه ونه توانېدلو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام