
د هرات ښاروال د لېرې کولو لپاره د دې ولایت ځېنو اوسېدونکیو د تېرې ورځې له اعتراض وروسته، نن د هرات د ښاروالۍ شاوخوا ۱۲۰۰ کارکونکیو د هغه څه پر وړاندې ـ چې د ښاورالۍ چارو کې د ولایتي شورا د مشر کامران عليزي ښکاره لاسوهنه بولي ـ کارياعتصاب کړیدی.
د هرات ښاروال محمد داوود انوري او د ښاروالۍ کارکوونکي ـ چې نن یې د دې ولایت ترقي پارک کې کارياعتصاب پیل کړ ـ کامران عليزی د هرات ښاروالۍ چارو کې په ښکاره لاسوهنې تورنوي.
ښاغلی انوري وايي، د ښاروالۍ مخې ته د کامران عليزي پلویانو له لوري د پرلت خېمې ترسره کول د دوی لهپاره د منلو نه دي.

د هرات ښاروالۍ مرستیال مرجان غوریاني د ښاروالۍ د کارکوونکو د کارياعتصاب پیل پر مهال وویل، د ښاروالۍ د مشرۍ پلاوي د دې ادارې د کارکوونکیو د حقوقو او حثیت اعادې لهپاره کاري اعتصاب کړیدی.
خو د هرات ولایتي شورا مشر کامران عليزی وايي، د ولایتي شورا ترڅنګ څوو نورو بنسټونو هم د هرات ښاروال کړنو پر وړاندې اعتراض کړیدی.
لهدې سره د هرات اوسېدونکي د ښاروال او د ولایتي شورا مشر ترمنځ د ننګونو له دوامه نیوکه کوي او وايي، دغه ننګونې د دې لامل شوېدي د هرات د بیارغونې بهیر له یاده واېستل شي.





