د عامې روغتيا وزیر خلکو ته: وضعیت بېړنی دی، هيله ده په کورنو کې پاتې شئ

د عامې روغتيا وزير وايي، په افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۱۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۴ ته پورته شو.

د ياد وزارت وزیر فېروزالدین فېروز نن په یوې خبري غونډه کې وويل، له يادو ۱۰ تازه پېښو ۲ یې کابل، ۳ مورده یې هرات، ۲ زابل او یوه یوه پېښه هم بلخ، غزني او کندهار ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکوي چې راتلونکيو دوو اوونیو کې به د کرونا ویروس مثبتې پېښې ‌‌‌‌‌‌ډېرې شي او له ولسمشرۍ ماڼۍ یې وغوښتل چې هرات ولایت قرنطین کړي.

هغه همدارنګه وویل، چې افغانستان کې په ۲ سفارتونو کې دوه ډیپلوماتان هم په کورونا ویروس اخته شوي او دغو ډیپلوماتانو ویروس له بهره افغانستان ته رالېږدولی دی.

د عامې روغتيا وزير له هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

نوموړي وويل چې دوه شکمنې پېښې د ولسي جرګې په وکيلانو کې هم پېژندل شوې دي.

فېروز د هوټلونو، پارکونو، د لامبو حوضونو او عمومي حمامونو له خاوندانو وغوښتل چې خپل فعاليتونه وځنډوي.

 نوموړي همداراز له ټولو خلکو وغوښتل چې د ويروس د مخنيوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام