فاریاب کې سېلابونو لسګونه کورونه ویجاړ کړي

تېره شپه د فاریاب ولایت په خانچارباغ او قرمقول ولسوالیو کې د ډېرې واورې او باران اورېدو له کبله لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي وايي، د یادو ولسوالیو د اوسېدونکیو له ۴۰۰ ډېر مالونه هم له منځه تللي دي. دوی د خلکو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، تراوسه ورسره هېڅ مرسته نه‌ده شوې.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی انجینر روزي مني چې وروستیو سېلابونو په یادو دوو ولسوالیو کې د خلکو ۱۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې د قرمقول ولسوالي اوسېدونکي شمس‌الله سلام‌وطندار ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د دوی پر کورونو سېلاب راغی چې شاوخوا ۷۰ کورونه یې لاندې کړل او خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

کونړ کې سېلابونو ۱۱ کسان وژلي

کندوز کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي

په خوست ولایت کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

 بله‌خوا د فاریاب له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې رییس عبدالوهاب اکبري هم د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي، مرستندویې ډلې سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به له زیانمنو سره د مرستې لړۍ پیل شي.

د فاریاب د شپږو ولسوالیو سېلابونه د اندخوی څلورګونو ولسوالیو ته ځي او همدا لامل دی چې د واورې او باران اورېدو له کبله راغلي سېلابونه د یادو ولسوالیو اوسېدونکي زیانمنوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام