سلاموطندار ته په رسېدلې ویډیو کې یوه مېرمن لیدل کېږي چې شاوخوا ترې نارینه راټول شوي دي او یو بل نارینه یې په دُرو وهي. مخکې له دې چې دغې مېرمنې ته سزا ورکړل شي، د محکمې حکم لوستل کېږي. په حکم کې راغلي:«دغه مېرمن له مجازاتو وروسته پاک ده او هېڅوک حق نهلري په اړه یې ناوړه کیسې وکړي.»
د صحرايي محاکمې دغې ویډیو د لیدلو لهپاره دلته کلېک وکړئ.
په دې اړه د غور ولایت ځايي مسوولان وايي چې دغه پېښه شاوخوا یوه میاشت مخکې د شهرک ولسوالۍ په خرهسنګ سیمه کې پېښه شوې وه.

د شهرک ولسوالۍ امنیې قوماندان ضیاالحق خوشنود سلاموطندار ته وویل، دغې مېرمنې یو کال مخکې واده کړی و د کورني اختلافاتو له امله د قومي مشرانو په مرسته له خپل مېړه جلا شوې وه، خو طالبانو دغه مېرمن له کوره د تښتې په تور په ۳۰ دُرو محکومه کړې وه او په عام محضر کې یې سزا ورکړې وه.
د شهرک ولسوالۍ قوماندان وايي، دغه مېرمن اوسمهال مسجدنګار سیمې ته رالېږدول شوي او په امن کې ده.
په کومه سیمه کې چې دغه مېرمن محاکمه شوې ده، د طالبانو ترواک لاندې ده.





