په بلخ ولایت کې ځېنو مېرمنو چادرۍ پریښې دي

د بلخ ولایت د ښځو حقونو ځېنې فعالان وايي، څو کاله کیږي، چې زیات شمېرو بلخي مېرمنو دټولنیز موقعیت او کلتوري کاري مسایلو له کبله د چادرۍ په  سرولو دود پریښی دی.

په دې ولایت کې ځېنو مېرمنو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د چادرۍ په سرولو سره په سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې مېرمنې په فعاله ډول څرګندې دی نه شي.

شکیبا سعیدي، چې په زدکړو بوخته ده او خبریالې مهناز موزون په دې دې باور دي، چې چادري د یو «ګرځنده زندان» په شان ده او مېرمنې نور نه غواړي، چې په دې زندان کې ژوند وکړي.

دوی وايي، که مېرمنې وغواړي، د یوې فعالې وطنوالې په څېر د هېواد په اداري نظام، او خدمتونو کې د نارینه وو په څنګ کې ودریږي، نو په دې صورت کې باید چادرۍ لرې کړي.

د چادرۍ په سرول له ډېر مخکې په افغاني ټولنه کې دود وو.

دغه کار د دې لامل شوی و، چې د نارینه وو او مېرمنو تر منځ ښکاره توپیر معلوم شي.

خو ځېنې ښځینه فعالانې وايي، چې دا افغانی دود نه دی او د طالبانو د حکومت په دوره کې د ګاونډیو هېوادونو له لوري پرې  تپل شوی.

د بلخ ولایت د مېرمنو د حقونود د فاع انجمن رییسه ملالۍ روشندل عثماني وايي، چې د طالبانو له نسکورېدو وروسته بلخي مېرمنو کم، کم د چادرۍ په سرولو دود پریښی دی.

نوموړې وايي، چې د سخت دریځو د نیوکو سره سره کم شمېر مېرمنې به ووینئ، چې په بلخ ښار کې یې چادري په سروي.

مېرمن عثماني وايي، چې سنتي سخت دریځي باید پوه شي، چې مېرمنې نور تېر وخت ته نه ورګرځي او له خپلو حقونو به تېرې نه شي.

د بلخ ولایت د ښځو چارو رییسه شهلا حدید وايي، چې د اسلام په دین کې د اسلامي حجاب په اغوستلو ټینګار شوی دی او د موجوده احکامو پر بنسټ مېرمنې د چادرۍ په اغوستلو مکلفې نه دي.

په هر حال نن سبا د مزار شریف په بازار کې لیدل کېږي، زیاتې مېرمنې چادري نه په سروي او د ښځو چارو فعالان دغه کار په نیک فال نیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام