د پلمري ښاروالۍ د محاسبې څانګې د سندونو غلا کېدل

د پلخمري ښاروالۍ د محاسبې مدیر ادعا کوي چې پلخمري ښاروال او اداري مالي مرستیال د ښاروالۍ د محاسبې څانګې د مهمو سندونو غلا کړي‌‌دي.

د پلخمري ښاروالۍ د محاسبې مدیر محمد داود ستارزاده وايي چې څه موده مخکې د ښاروال د شخصي کار د نه اجراکولو پرمهال له دندې ګوښه شوی‌و؛ خو نن ـ چې بېرته خپلې دندې ته ستون شوی ـ ګوري چې په شعبه کې یې ډېر مهم اسناد او ورقه له خپلو ځایونو نادرکه شوې‌دي.

د ښاغلي ستارزاده د پلخمري ښاروال او اداري او مالي مرستیال د دې سندونو په غلا تورنوي او وایي چې هغوی بېګا ناوخته د کاري مېزونو په ماتولو سره اسناد له ځانه سره وړي دي.  

د پلخمري ښاروالۍ د نظارت امر چمران د سندونو ورکېدل او غلا کېدل تاييدوي؛ خو په‌دې اړه څه نه وايي چې دا کار چا کړی‌دی.

د پلخمري ښاروالۍ د نظارت امر له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

د دې موضوع په اړه مو د پلخمري ښاروال او د اداري او مالي مرستیال د نظر اخېستلو هڅه وکړه؛ خو له پرله‌پسې اړیکو وروسته بیا هم بریالي نه‌شو.

ورته مطالب:

هټیوال: د هلمند ښاروالي د جواز بیه لس چنده لوړه کړې

کابل ښاروالي: په ۳ کلونو کې د تنظیف ټولې چارې خصوصي کوو

۳ کلونو کې د تنظیف ټولې چارې خصوصي کوو

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام