
د میدان وردګو ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د افغانستان د بريښنا شرکت له لوري دغه ولایت ته د تاجکستان هیواد له لوري وارده شوې بریښنا پايې يې بشپړې کړي او په پام کې ده، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سیداباد ولسوالۍ ۳۰ زره کورنیو ته بریښنا ورسوي.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل، د سیداباد ولسوالۍ د بریښنا د سبسټيشن چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي او د بریښنا د مزو له غځیدو سره سم به د دغه ولسوالۍ ۳۰ زره کورنیو ته بریښنا ورکړي.
منګل زیاتوي، د افغانستان د بریښنا شرکت له لوري سیداباد ولسوالۍ ته ۲۰ میګاواټه بریښنا رسیدلې، خو دوه میګاه واټه ویش ته برابره او چارې یې عملي پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "شل میګا واټه بریښنا سیداباد ولسوالۍ ته ورکړل شوې، چې اوسمهال دوه سبسټيشنه نصب شوي چې هر یو یې د لس میګا واټه ظرفیت لري په لمړي سر کې دوه میګاه واټه بریښنا د ویش چارې پيل شوې او کابو دیرش زره کورنۍ به د بریښنا له نعمته برخمنې شي."
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکي هم خوښ دي، چې له کلونو انتظار وروسته دغې ولسوالۍ ته د بریښنا د عملي ویش لړۍ پيل شوه.

ځايي اوسیدونکي د افغانستان په بریښنا شرکت او د میدان وردګو په ولایتي اداره غږ کوي، چې له تاجکستان هیواد څخه وارده شوې بریښنا د دغه ولایت مرکز او نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.
په دې اړه د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکی محمد جاوید وايي: "ډير زیات خوشحاله یو چې زمونږ ولسوالۍ ته بریښنا راځي خو غوښتنه مو داده چې نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي".
د افغانستان د بریښنا شرکت په پام کې لري، چې ۲۲۰ کیلو واټه بریښنا د کابل ښار لویدیځ پلو ته په ۳۵ کیلومټرۍ کې پروت مېدان وردګ او غزني ولایتونو له لارې کندهار ته وغزوي، چې کار یې په ۱۳۹۳ کال کې راهیسې پيل شوی او اوسمهال د ۳۹۲ بریښنایي پایو په نصبولو سره له کابل څخه غزني پورې رسیدلی دی.





