د طالب او داعش نښتې ۳زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې کړي

نذیرالله شاوخوا ۱۴ کلن دی. زړې اسماني رنګه جامې یې پر تن دي، خړ څادر په اوږو اچولی او له څېرې یې ښکاري، چې په دا لږ عمر کې پرې ډېرې سختې تنګې تېرې شوي وي.

د ده د سختۍ یوه تجربه دا هم ده چې د ښوونځي له خوږو محروم شوی‌دی.

د ورځې په یوولسو بجو یې موږ سره مرکه کوله، دا یې د ښوونځي وخت دی؛ خو اوس ټوله ورځ په لوبو او هسې ګرځېدو تېروي.

نذیرالله د خپلې کورنۍ له نورو غړیو سره د کونړ د چپې‌درې له کوټکي کلي هغه مهال راکډه شول، چې سیمه کې یې داعش او طالبان ښکر پر ښکر شول.

د نذیرالله په څېر زرګونه ماشومان او ځوانان د چپې‌درې د جګړو له امله له ښوونځیو بې‌برخې شوي‌دي.

رحمت ولي او هدایت‌الله هم د نذیرالله په څېر په‌خپلو ښوونځیو پسې خفه دي؛ خو وايي، حکومت دې ورته په نورو سیمو کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دی له حکومته غواړي چې د خپل استوګنې ځای یې امن کړي چې بېرته خپلو درسونو ته ور وګرځي.

د نذیرالله د کورنۍ دیارلس کډې اوس د ماڼوګي ولسوالۍ په مرکز ننګلام کلي کې په یو پردي کور کې اوسي.

د دې کورنۍ مشر علیم‌خان وايي، هر څه یوې خواته؛ خو له ماشومانو یې د ښوونځیو پاتې کېدل یې ډېر ځوروي.

د علیم‌خان ۴۰ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

خو هیلې نه مري، دلته هغه کس خپلې حجره کې رابې‌ځایه شويو ماشومانو ته د خپلې سویې برابر څه ورښيي. دا سړی وايي، که هره دروازه پرې بنده شي، بیا به هم زده‌کړې نه پرېږدي.

د کوربه کورنۍ مشر او د بې‌ځایه شویو موقت معلم جلال‌الدین وايي چې له نږدې ۸ ورځو راهیسې د ۱۳ کورنیو ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

په همدې حال کې د کونړ د پوهنې رییس مجیب‌الرحمان همدرد سلام وطندار سره مرکه کې وویل، د چپې‌درې د جګړو له امله شاوخوا ۳زره زده‌کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي چې نجونې هم په‌کې شاملې دي.

دی وايي،  چپه دره کې ټولټال ۲۲ ښوونځي ښوونځي دي.

د کونړ په چپې‌درې ولسوالۍ کې د وري میاشتې پر لومړۍ د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې پیل شوې‌وې چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوې‌دي.

ولسي خلک وايي، سیمه کې ټول شته او جایداد پاتې کېدل یې پر یوې خوا؛ خو چې ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې شول، دا ورته د اندېښنې ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام