
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ویروس ۳۹۵ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۱۷۲ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. په دغو مثبتو پېښو کې ۱۳۹ یې په کابل کې دي.
دغه وزارت وایي چې د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۴ زره ۳۶۶ ته ورسېده.
د وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۳ اخته کسان مړه شوي او ۲۵۳ بېرته ښه شوي دي.
د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، ټولټال ۲۱ زره او ۱۳۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي او ۹۹۴ نور بیا مړه شوي دي.
یاد وزارت وايي چې تر اوسه یې په ټول هېواد کې د کورونا ۷۹ زره او ۳۵۴ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۲ زره او ۲۳۷ هغه د فعال ویروس وې.
تر اوسه په نړۍ کې له ۱۲ میلیونه او ۶۳۱ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ۵۶۲ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۷ میلیونه او ۳۶۶ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.





