
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، په افغانستان کې خلک له فېسبوکه ناسمه ګټه اخلي او د جعلي اکونټونو له لارې د نورو پر خصوصي حریم تېری او د هېواد د ارزښتونو او ګټو پر خلاف تبلیغات کوي.
اریوبي د فېسبوک ادارې ته په خطاب کې وویل چې تر شپږو میاشتو باید د افغانستان د ټولو قوانینو، ارزښتونو، ګټو او کلتور په پام کې نیولو سره د دې ټولنیزې رسنۍ فعالیت تنظیم کړي، جعلي اکونټونه له منځه یوسي او چا ته اجازه ور نهکړي چې د بل په نوم اکونټ جوړ او ناسمه ګټه ترې واخلي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په دې اړه به د بهرنیو چارو وزارت له لارې د فېسبوک ادارې ته رسمي غوښتنلیک استوي، خو که تر شپږو میاشتو یې زموږ غوښتنې و نه منلې، په افغانستان کې به دا ټولنیزه رسنۍ وتړي.
اریوبي زیاته کړه، که څه هم اترا ادارې مخابراتي کمپنیو ته هغه ۲۰ موارده سپارلي چې خلک یې په اړه شکایت لري او د عملي کولو غوښتنه یې ترې کړې، خو یادو کمپنیو یې تراوسه له ډلې یوازې ۱ مورد عملي کړی چې په وینا یې، دا وزارت ته د منلو نهدی.
اړوند مطالب:
مالیې وزارت هم نه دی خبر؛ د مخابراتي مالیاتو د لس سلنه افغانۍ چېرې ځي؟
اترا پیدا شوه؛ اضافي خدمتونه به کنټرول کړي
«اترا چېرې ده؟» د مخابراتي شبکو پر نارڼو خدماتو اعتراض

د ده په وینا، اترا ادارې ته یې هم یوه میاشت وخت ورکړی چې له مخابراتي شرکتونو سره د خلکو ټولې ستونزې حل کړي، خو که نهشي کولای، له ولسمشر نه به وغواړي چې دا اداره په مخابراتو وزارت کې مدغم کړي او که دا کار هم نه کېږي؛ نو اترا اداره دې د مخابراتو وزارت له ودانۍ ووځي؛ ځکه په وینا یې، خلک د اترا له کبله پر وزارت هم نیوکې کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د کرېډېټو لس سلنه مالیې په اړه زیاته کړه، دغه وزارت له اترا ادارې او مالیې وزارت سره په ګډه له ۱۳۹۴ کال نه د ۱۳۹۸ کال، د وري میاشتې تر لسمې نېټې له دې لارې ۱۵ میلیارډه او ۱۴۰ میلیونه افغانۍ راټولې کړي او د دولت خزانې ته د مخابراتي کمپنیو له اکونټونو نه استول شوي دي.
شهزادګل اریوبي وویل، د ناثبت شویو سیمکارتونو د کمپاین پر مهال یې تر اوسه د هېواد په کچه ۲۴ زره او ۹۷۹ ناثبت شوي سیمکارتونه راټول کړي او په دې اړه یې مخابراتي شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې د سیمکارتونو د پېر او پلور موضوع د مخابراتو وزارت له طرزالعملونو سره سمه پر مخ یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د «اترا چېرته ده»، «زموږ پیسې مخه غلا کوئ!» په نوم کمپاین پیل شوی او له اترا ادارې غواړي چې له خلکو نه د خپلسریو پیسو ګرځولو د مخنیوي تر څنګ، پر مخابراتي شرکتونو فشار راوړي چې د مکالمو او انټرنېټ په بیو کې کموالی راولي.





