افغانستان ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوه

د هرات د برېښنا شرکت رییس وحیدکامران نن په‌دې ولایت کې خبري غونډې ته وویل چې تېره شپه ۱۱ نیمې بجې د ترکمنستان وارداتي برېښنا تړون له افغانستان سره پای ته ورسېد او د تړون نه غځېدو له امله ترکمنستان خپله برېښنا پرې کړه.

د ده په وینا، ترکمنستان په نوي تړون کې د برېښنا بیه کې د سل سلنې لوړوالي غوښتنه کړې‌ده. دوی ویلي، پخوا هر واټ برېښنا دوه سېنټه امریکايي ډالره وه؛ اوس ۴ سېنټه غواړي.

ښاغلي کامراني زیاته کړه سره له‌دې چې افغان پلاوي له یوې میاشتې راهیسې د برېښنا بیې ټیټولو له‌پاره چنې وهي؛ خو تر دامهاله د وارداتي برېښنا تړون نه‌دی نوی شوی.

د هرات برېښنا رییس په خبره، د هرات او فاریاب ولایتونو ځېنو سیمو د ترکمنستان له وارداتي برېښنا کار اخیست.

خو د ولسي جرګې غړې ناهید فرید سلام وطندار ته وویل چې د تړونونو پر بنسټ ترکمنستان شاوخوا درې کاله وړاندې د خپلې برېښنا بیه ۴ سېنټو ته لوړه کړې‌وه او د برېښنا شرکت يې پیسې هم له خلکو اخیستې دي.

د اغلې فرید په وینا، د برېښنا پرې‌کېدو ستونزه د بیې له لوړوالي سره هېڅ تړاو نه‌لري او له خلکو نه د اخیستل شویو پیسو په اړه باید څېړنه وشي.

په ورته وخت کې د هرات ولایتي شورا رییس کامران علي‌زي د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې‌کیدو لامل د برېښنا شرکت مسوولانو ناکامي بولي او وايي چې دوی باید د برېښنا له پرې‌کېدو مخکې له ترکمنستان سره هوکړې ته رسېدلي وی.

په ورته وخت کې د هرات ځايي اداره د برېښنا شرکت له عمومي رییسه غواړي چې ژر تر ژره له ترکمنستان هېواد اړوندو چارواکیو سره هوکړې ته ورسېږي او دې ستونزې ته دې ژر جدي حل‌لاره وګوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام