خوستوالو د یوې کورنۍ د ۷ غړیو د قاتل کور ته اور اچولی

د خوست ولایت د اسماعیل‌خېل او مندوزیو اوسېدونکي وايي چې خلکو د هغه کس اور سوځولی چې د یوې کورنۍ د ۷ غړیو پر وژلو تورن دی.

د دوی په وینا، د منګلو قوم په اسماعيل‌خېل او مندوزیو ولسوالۍ کې د هغه کس کور سوځولی چې د یوې کورنۍ د ۷ غړیو پر وژلو تورن و.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د منګلو قوم د دیګان ولسوالي له اوسېدونکو سره په مشورې د خوست‌ګل د کورنۍ د قاتلانو او د هغه د کاکا ځامنو کورونه چې په دې پېښه کې یې لاس درلود، سوځولي دي.

د خوست د امنیې قومانداني مسوولانو پرون وویل چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت په اسما‌عیل‌خېل او مندوزیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي او یو ماشوم یې ټپي کړی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د وژل شویو کورنۍ بې‌وژله وه او د قومي پرېکړې له مخې یې د هغه کس کور سوځولی چې د یادو کسانو پر وژلو تورن و.

د خوست د امنیې قومانداني ویاند عادل حیدر د یادو کورونو د سوځېدو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې د پېښې څېړنه یې پیل کړې او د هغه کس د نیولو هڅې هم روانې دي چې د یوې کورنۍ ۷ غړي یې وژلي.

هغه وايي چې دیګان سیمه ناامنه ده او پولیس نه شي کولای ورشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام