د کندوز جګړې له ۱۲ زرو زیاتې کورنۍ بې ځایه کړي دي

له پېښو سره د مبارزې کمېسیون د شمېرو پر بنسټ په کندوز ښار کې د وروستیو جګړو له امله ۱۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي.

ویل کیږي، چې دغه بې ځایه شوي کورنۍ تر ډېره د بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، کابل، پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته کډه شوي دي.

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ (اکټوبر په ۹مه) له پېښو سره د مبارزې کمېسیون په غونډه کې وویل، چې د کندوز ولایت بې ځایه شویو کورنیو حالت ته لاس رسي، د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

عبدالله د کندوز ولایت بې ځایه شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به دوی ته د بېرته راستنېدلو زمينه برابره کړي.

اجرایه رییس وايي، چې د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې رسولو په برخه کې کم کاري د منلو وړ نه دی او له ټولو مرستندویه بنسټونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په جدیت سره کار وکړي.

له پېښو سره د مبارزې کمېسیون غړیو په دغه ښار کې د برېښنا نشتوالی، صحي اوبو نشتوالی او په ښار کې د وژل شویو کسانو د جسدونو موجودیت د خلکو یو له اساسي ستونزو یادې کړې.

دغه کمېسیون د پرون ورځې په غونډه کې پرېکړه وشو، چې له بې ځایه شویو او اړمنو خلکو سره مرسته، د خلکو د حالت ارزول، د مرستو وېش، د دولتي او نړیوالو موسسو بنسټونو رغول هغه کارونه دي، چې په دې درېیو مرحلو کې به یې چارې تر سره کیږي.

همدا ډول دغه کمېسیون پرېکړه وکړه، چې په ښار کې د پاتې شوي جسدونه به د سرې میاشتې او د سیمې د مشرانو په مرسته ټولوي.

په دولت کې د بېړنیو حالاتو وزیر او له پېښو سره د مبارزې عمومي رییس ویس احمد برمک وویل، چې د کندوز ولایت د بې ځایه شویو او اړمنو ولسونو حالت په تېرو ۱۳ کلونو کې بې ساری دی او زیاته يې کړه، چې د دغې ستونزې د حل له پاره به له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د کندوز ولایت بې ځایه شویو کورنیو ته د روغتیايي مرستو رسولو مسولینو د کډوالو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بللی و.

دغو مسولو د بې ځایه شویو کورنیو په کمپونو کې د نس ناستي او سینه بغل ساري ناروغیانې خپرې شوې او زیاتوي، چې تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ ناروغانو درملنه یې کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام