
د جوزجان د مردیانو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ اړوندې ټولې قضیې د طالبانو له لوري حلېږي.
د مردیانو د ولسوالۍ دوو اوسېدونکیو حکمتالله او عبدالبشیر سلام وطندار ته وویل، هغه کسان چې له خپلې دوسیې سره دولت ته ورغلي وي؛ د طالبانو له لوري له ۵۰ تر ۸۰ زره افغانيو نقد جریمه او مجازاتېږي.
له سلام وطندار سره په خبرو کې د جوزجان د مردیانو ولسوال تاجمحمد تقوا هم دا مني چې د دې ولسوالۍ ټولې حقوقي او جنايي قضیې د طالبانو له لوري څېړل کېږي.
د مردیانو د ولسوال په وینا د دوی کارکوونکي د مردیانو په ولسوالۍ کې نهشته.

پخوا لهدې د جوزجان امنیتي مسوولانو ډاډ ورکړیو چې د ډار اچوونکیو ډلو د ځپلو لهپاره د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به پوځي عملیات کوي چې تر اوسه دغه عملیات نهدي پیل شوي .
خو بلېخوا د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد سلام وطندار ته وویل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خپله د دې مینهوال دي چې اړوندې دوسیې په طالبانو حل کړي.





