سرتېری؛ د پولیس له‌پاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی

له کور ـ کلي لېرې له څوو کالو راهیسې په کندهار ښار کې د سرتېري دنده مخ ته وړي.

د سهار لمر لا سم نه‌دی راختلی؛ خو د کندهارښار د شهیدانو پر څلور لاري ځېنې پولیس ولاړي دي او خلک څاري.

د خلکو ګڼه ـ ګوڼه وار په وار زیاتېږي او لمر هم ورسره د ځمکې پر مخ وزرې خپروي.

محمد نعیم ۲۸ کلن ځوان پولیس دی. هغه هم په یادو پولیسو کي خپلي دندې ته ولاړ دی.

دغه پولیس سرتېری اصلاً د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

له تېرو ۴ کالو راهیسې د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې په دنده بوخت دی.

پلار يې د ناروغۍ له امله څو کاله مخکې وفات شوی‌دی.

 سپین‌سرې مور، مېرمن او دوې لوڼي لري.

د کورنۍ یوازینی ګټیالی همدی دی.

محمد نعیم وايي، له خپلي دندې ډېر خوشاله دی او هېڅ ستونزه نه‌لري.

محمد نعیم سهار وختي دندې ته د تلو پر مهال لومړی خپله درېشي اغوندي، بوټونه په پښو کوي او کلاشنکوف کنټرولوي چې د دندې پر مهال کومه ستونزه پېښه نه‌شي.

دی وايي، سهار شپږ بجې دندې ته راووځي، د ماښام تر شپږو بجو د خپلو وطنوالو په چوپړ کې ولاړ وي.

د ده په خبره، «پولیس د ټولنې خدمتګار دي، نه بادار»

محمد نعیم زیاتوي، له دندې وروسته له خپلو ملګرو سره یوځای ډوډۍ خوري، د ماخستن له لمانځه وروسته پر وخت د خوب بسترې ته ځي چې سهار وختي بېرته دندې ته چمتو شي.

پولیس سرتېری محمد زیاتوي، «د پولیس له‌پاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی.»

د کندهار ښار شهیدانو پر څلور لارې ولاړ پولیس محمدنعیم همداراز وویل، که څه هم لوړې زده کړي نه‌لري؛ خو په کندهار کې يې د جنرال رازق د پولیسو روزنیزې اکاډمي کې شپږمیاشتي روزنه لیدلې ده.

دی اوس په‌دې پوهېږي چي یو پولیس څه مسوولیت لري، له خلکو سره څه ډول چلند وکړي، د پلټنې پرمهال خلک ونه ځوروي، له خلکو سره داسې چلند کوي، لکه د خپلې کورنۍ له غړیو سره چې لګیا وي.

پولیس سرتېری محمدنعیم زیاتوي، که څه هم کله ناکله ځېنې کسان له پولیس سره د پلټنې پرمهال یا هم د پوښتنو پر وخت سم چلند نه‌کوي؛ خو دی له خپلو پولیسي اخلاقو ګټه اخلي او تر ډېره هڅه کوي، خلکو ته وښیي چې پولیس په رښتیا سره د ټولني ساتونکي او خادمان دي.

دی له نورو پولیسو هم غواړي چې د خپلې خاورې او خلکو په پار داسې چلند غوره کړي چي د پولیسو له مسلکي اخلاقو سره ښيي.« د خلکو سره قانوني چلند د مسلکي پولیس دنده او د خلکو احترام يې مسوولیت دی.»

د پولیسو د قانون په پنځمه ماده کي راغلي چې پولیس مکلف دي، دا دندې سرته ورسوي:

د عامه‌نظم ساتنه او تامین، د ټولنې او فرد امنیت تامین ترڅنګ د قانوني حقوقو او ازادیو ساتنه، پر وخت د جرمونو کشف او د قانون له حکم سره سم د مرتکبینو او تورنو کسانو نیول او همدارنګه د نشه‌یي توکیو بوټو کښت، د هغو قاچاق، تولید، ترافیک او کارولو پر وړاندي قانوني مبارزه او نور… دي چې یوه ارامه ټولنه رامنځته شي.

محمد نعیم په پای کله له هېوادوالو غواړي چې له پولیسو سره همکاري وکړي.

ورته مطلب:

مخکې له جګړې د مور دعا

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام