
د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی وايي، د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د «فامیلي» سیمه کې یوې ښځې تېره شپه خپل خاوند نه د خوب حالت کې د چاقو په وسیله سر پرې کړی او وژلی دی.
بارکزي وویل، وژل شوی کس اخترمحمد نومېږي او ۳ مېرمنې يې درلودې چې په اصل کې د هلمند ولايت اوسېدونکی و او تېرو څو کلونو راهیسې خپلې کورنۍ سره کندهار ښار کې اوسېده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، قتل د دغه سړي وروستۍ مېرمنې کړی او تښتېدلې ده.
د یادولو ده چې کندهار کې د طالبانو بریدونو ترڅنګ جنايي پېښې هم زیاتې شوې دي.





