
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ پر خپلې ټویټرپاڼې له افغان روباټ جوړوونکو نه مننه کړې چې د کورونا پر وړاندې مبارزه کې یې خپله ونډه اخیستې ده.
هغې لیکلي، ویاړم چې د دغو نجونو له ډلې سره څو ځله ګورم او د هغوی هڅو بېخي حیرانه کړې یم.
پنځه روباټ جوړوونکې نجونې چې له ۱۴ تر ۱۷ کلونو پورې عمر لري، د کورونا پر وړاندې د مبارزې له ډلې سره یوځای شوي او د تېزرفتاره موټر د ماشین له ټوټو نه یې د مصنوعي هوا وسیله جوړه کړې ده.
رویا محبوب د دغې ډلې بنسټ اېښودونکې ده. هغه وايي، له ځان او خپلې ډلې نه تمه لري چې د ټپي افغانستان لپاره نوې دروازې پرانېزي او د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې ونډه ولري.
نوموړې اوس خپل وخت د نیویارک او کابل ترمنځ تېروي او په افغانستان کې پر یوې نوې پروژې کار کوي.
د هغې په وینا، د روباټ جوړوونکو نور غړي هم پر سترو او کوچنیو پروژو کار کوي. یوې ډلې د زعفران راټولولو یوه دستګاه جوړه کړې او بلې یې د ماینپاکوونکو کار اسانه کړی دی.
ټاکل شوې وه د روباټ جوړوونکو ډلې نوې پروژه د سږ کال په جوزا میاشت کې پرانېستل شي، خو د کورونا ویروس خپرېدو د هغوی پر کار هم سیوری غوړولی دی.
په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم، د هرات والي وویل چې د دغه ولایت روغتونونو د مصنوعي هوا دستګاوو ته اړتیا لري. د روباټ جوړوونکو ډلې څو ورځې وروسته خبر ورکړ چې د مصنوعي هوا دستګاه یې جوړه کړې ده.
د رویا محبوب په وینا، یادې دستګاوې په استثنايي او بېړنیو حالاتو کې کارول کېږي او ډله یې پر داسې دستګاوو کار کوي چې په اتومات ډول کار وکړي.
هغه زیاتوي، د روباټ جوړوونکو ډله باید په ډلهییزه توګه کار وکړي، خو کورنۍ یې پر کورونا ویروس د هغوی د اخته کېدو په اړه اندېښنه لري.





