بدخشان کې د کوکنارو کښت کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی

د بدخشان له مخدره توکیو سره د مبارزې ادارې مشر محمد قاید افندي سلام‌وطندار ته وايي، تېر کال دغه ولایت کې شاوخوا ۶ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي‌وو؛ خو مقدماتي شمېرې ښيي چې بدخشان کې د کوکنارو کښت کې ۱۵ سلنه کموالی راغلی.

دی د کوکنارو د کښت د کموالي علت د بازار نه‌شتوالی، د معشیت بدیل او له مخدره توکیو سره د مبارزې په برخه کې د دولت جدیت مهم لاملونه ګڼي.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ یو تن کرونګر احمدالله وايي، بازارونو کې د تریاکو بیې کمېدلو په دلیل، دوی ترجیح ورکوي چې د کوکنارو کښت پر ځای د لوبیا، کچالو او نورو حبوباتو کښت ته مخه کړي.

له‌دې سره د بدخشان امنیې قوماندانۍ کې له مخدره توکیو سره د مبارزې پولیسو مدیریت مرستیال نثاراحمد جهانګیر وايي، دې ادارې تېر کال د کوکنارو تر کښت لاندې سلګونه جریبه ځمکې او د هیرویینو د تولید لسګونه فابریکې له‌منځه وړي او د مخدره توکیو ګڼ شمېر قاچاقیان یې نیولي دي.

د ده په خبره، تېر کال يې بېلابېل ډوله یو زر او ۹۶۹ کیلوګرامه مخدره توکي کشف او ضبط کړي، ۷۷ تورن کسان يي نیولي دي او د دې ترڅنګ یې ۹۵۱ جریبه ځمکه ـ چې خاش خاش په‌کې کرل شوي‌وو ـ له منځه وړل شوي.

سره له دې چې د بدخشان ځايي چارواکي د کوکنارو کښت له ۱۵ سلنې کموالي او له مخدره توکیو سره د جدي مبارزې خبر ورکوي؛ خو د وړاندې شویو شمېرو له‌مخې، بدخشان کې له نشه‌يي توکیو سره د مبارزې ادارې د کوکنارو کښت مخنیوي کې د پام‌وړ لاسته‌روانې نه‌دي لرلي.

د بدخشان له مخدره توکیو سره د مبارزې ادارې مسوولینو په وینا، د کوکنارو تر کښت لاندې د شاوخوا ۶ زره هکتاره ځمکې له مجموع څخه، دې ادارې د محلي زورواکیو مقاومت په دلیل تېر کال یوازې زر هکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټي پاکه کړې‌ده.

ورته مطالب

د کوکنارو په کرکېله کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی:

هلمند؛ له دوه کلن ځنډ وروسته کوکنار اړول کېږي

هراتي کروندګر: که د زعفرانو نرخونه لوړ نه‌شي؛ کوکنار کرو

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام