په کندوز کې د یوې ولسوالۍ د سړک خرابوالي ۱۵۰ زره اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي

د کندوز ولایت د کلای زال ولسوالۍ سړک ۲۵ کیلو مټره اوږدوالی لري، چې د دغه ولسوالۍ مرکز اقتیپه د کندوز ولایت له مرکز سره نښلوي.

د دغې غځېدلې لارې د خرابوالي له امله د کلای زال اوسېدونکي د ښتو له لارې د کندوز مرکز ته تګ راتګ کوي، چې د اقتېپې څخه د یاد ولایت تر مرکز پورې تګ یو نیم ساعت وخت نیسي. خو که دغه سړک قیر شي، ښايي دغه مزل نیم ساعت ته راکم شي.

د یادې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی خال محمد وايي، چې په دغه سړک د کندو او ویجاړنې له امله  تګ راتګ نه شي کولی او له سختو ستونزو سره مخ دي.

خال محمد پر حکومت نيوکه کوي، چې د نورو ولسوالیو سړکونه پاخه شوي او د دوی د کلي سړک ته هېڅ راز پاملرنه نه ده شوې.

د نظر بای په نوم بل تن اوسېدونکی وایي، چې دغه سړک شاوخوا ۴۰ کیلو متره دی او دوی د دښتې له لارې د کندوز مرکز ته تګ راتګ کوي، چې په دې لاره بیا موټر هم له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانيو پورې زیاته کرایه اخلي.

دوی وايي، د دغه سړک خرابوالي دوی ته د ناروغانو په لېږدولو کې هم ستونزې پېدا کړي.

د کلای زال پر اصلي سړک شاوخوا ۸ میاشتې وړاندې د ټولګټو ریاست له خوا جغل اچول شوي وو، خو د یادې ولسوالۍ د ولسوال محبوب الله سعیدي پر وینا  د بې کېفيته کار له امله دغه سړک بېرته وران شوی دی.

سعیدي زیاتوي، چې د دغه جغل اچونې څخه بېخي راضي نه دي او د دغه سړک د جوړولو له پاره يې خورا زیات مکتوبونه لېږلي دي، خو چا ورته پام نه دی کړی.

د کندوز د ولايتي شورا وکیل اسدالله سعادتي وايي، چې پر دغه سړک پخوا هم د جغل اچونې کار شروع شوی و، خو د اداري فساد له امله د ولايتي شورا له خوا پر ټولګټو ریاست باندې دغه کار بند شو، خو څو ورځې وروسته پرته له دې، چې ولايتي شورا په جریان کې واچول شي، چارې یې پيل شوې.

هغه تور پورې کړ، چې د دغه سړک پیسې اړوندو کسانو په خپلو کې تقسیم کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ له دغه سړک څخه ۱۵۰ زره اوسېدونکي د تګ راتګ له پاره استفاده کوي.

له بل لوري د کندوز ولایت د ټولګټو ریاست مشر برهان الدین شینواری وايي، چې د دغه سړک د جوړولو پر وخت ستونزې وې، خو په وینا يې دغه ستونزې هماغه مهال بیا حل شوې وې.

د کندوز ولایت د ټولګټو رییس وايي، چې د کلای زال  سړک قیر کولو پلان د ټولګټو وزارت په نقشه کې شته او نړېوال بانک هم غواړي، چې دغه سړک قیر شي، خو پر خبره يې د ناامنیو له امله دغه کار پاتې شوی دی.

نوموړي د ولايتي شورا ادعا رد کړه او زیاته يې کړه، چې د دغه سړک د جغل اچونې کار د تخنیکي ستونزو له امله د ۶ میاشتو څخه دوو کلونو ته وغځول شول.

هغه وايي، مخکې له دې  دغې ولسوالۍ بېخي سړک نه درلود، نو لومړني کارونه يې لکه پل او پلګوټي د قیر کولو له پاره جوړ شوي وو.

په همدې حال کې نوموړی په کلای زال کې د ۴۴ کیلو مټرو په اوږدوالي د یو بل سړک د جوړېدو خبر هم ورکړ.

د ټولګټو رییس پر خبره، د دغه سړک بودیجه به د نړېوال بانک له خوا ورکول کېږي، خو پر وینا يې د ناامنيو له امله يې کار تر اوسه نه دی پیل شوی.

کلای زال د کندوز د شمال ختيځو ولسواليو څخه دی، چې شاوخوا ۱۵۰ زره نفوس لري او زیات وګړي يې د لاسي صنایعو پر تولید او کرنو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام