
په وروستیو کې د شبرغان ښار په کچه سلمانۍ زیاتې شوېدي؛ خو دغو سلمانیو کې روغتیايي مسایلو ته نه پام، د جوزجان ځوانانو نیوکې راپورته کړېدي.
۲۰ کلن ځوان نصیر وايي، دوه میاشتې وړاندې د ږیرې خریلو لهپاره ښار کې یوې سلمانۍ ته تللی وو چې له هغې وروسته د پوټکي په ناروغۍ اخته شویدی.
د هغه په وینا، ان د ۵۰ زره افغانیو په لګولو لا هم نهدی توانېدلی د دغې ناروغۍ درملنه وکړي.
د جوزجان دوه اوسېدونکې سحر او زرمینه هم د ځوانانو ترمنځ د پوټکي ناروغۍ له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
د دوی په وینا، روغتیايي مسایلو ته نه پام او د څو کسانو لهپاره د خریلو له یوې وسیلې څخه ګټه اخېستل، لامل کېږي چې د پوټکي ناروغۍ زیاتې شي.
د جوزجان عامې روغتیا رییس تاییدوي چې د دغه ولایت په سلمانیو کې د روغتیايي مسایلو نه مراعتول، د جلدي ناروغیو زیاتېدو له اصلي لاملونو څخه دي؛ خو زیاتوي، شبرغان ښار کې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې سلمانۍ فعاله دي چې ورڅخه نظارت کول د دغه ریاست له توانه پورته خبره ده.
دې سره د جوزجان اوسېدونکي د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاسته غواړي، چې په جدي ډول په سلمانیو نظارت وکړي چې د پوټکي ناروغیو له پراختیا څخه مخنیوی وشي.





