په ادارو کې بوختې نجونې د جنسي خواهشاتو په لومه کې

ستاره: زده‌کړیاله وم؛ خو د اقتصادي ستونزو د حل په‌پار مې کار هم کولو. د کار بوج دومره زیات و، چې په میاشت کې به هم پوهنتون ته د تګ زمینه نه برابرېدله؛ ځکه خو مې غیرحاضري دومره ډېره شوه، چې له زده‌کړو پاتې شوم؛ خو د ژر تر ژره مې له‌دې ادارې نه هاغې ادارې ته لاس په کار شوم، بلاخره د پوهنتون ریاست ته ورسېدم. فکر مې کولو، چې زما د ستونزو په نظر کې نیولو سره به ستونزه حل شي؛ خو داسې ونه‌شول او د پوهنتون رییس د پرله‌پسې ټینګار پر اساس له ما د نامشروع اړیکو غوښتنه کوله. دا د دې لامل شول، چې زه له زده‌کړو پاتې شوم. ما باید څه کړي وی؟ یا مې باید درس ویلی وی او یا له خپلې حیا تېره شوی وی. لومړی انتخاب مې غوره وګڼلو او په‌دې ټولنه کې له زده‌کړو تېره شوم.

شګوفه: اقتصادي ستونزې مې ورځ تر بلې ډېرېدلې. هره ورځ له نویو مشکلاتو سره مخېدم او ټولې دروازې مې پر مخ تړلې وې. فکر مې کولو، چې نوې دنده به مې ستونزو ته د پای ټکی کېږدي؛ خو څو ورځې مې لا نه‌وې تېرې شوې، چې د دفتر سلاکار مو په کنایو ویلو شروع کړه. څو ورځې وروسته یې راته وویل، چې ځان د هغه په اختیار کې ورکړم؛ ټول مشکلات به مې حل شي. اقتصادي مشکلات د دې لامل شول، چې دنده مې پرېښودله او تر اوسه مې په ذهن کې د هغه د ځورونې خبرې او کنایې انګازې کوي.

زهره: د خاوند له پرېښودلو وروسته، راباندې ټکه راپرېوته. د کار او روزګار په لټه کې د هر دوست او خپلوان دروازې ته ودرېدم، هېڅ نتیجه یې ورنه‌کړه، بلاخره مجبوره شوم، چې د امنیتي ځواکونو لیکو کې دنده واخلم. په لومړیو ورځو کې هر څه ښه روان وو، زموږ قوماندان ښه سړی و، زما کارونه یې ژر ـ ژر خلاص کړل؛ خو په اخره کې یې ټول مدارک له ځان سره وساتل. یوه ورځ یې خپل اتاق ته وغوښتم او دروازه یې بنده کړه. خوا ته مې راغی او زما اوږې یې لمس کړې. همدا چې چغه مې کړه؛ خبرداری یې راکړ، که چېرې شور جوړ کړم، له دندې به مې وباسي. د نیستۍ ورځې مې سترګو ته ودرېدلې، مجبوره شوم، د قوماندان هر څه مې په ځان تېر کړل او اوس هم په هماغه ځای کې په دنده بوخته یم.

 

د ستارې، شګوفې او زهرې د ژوند روایتونه یوازې څو هغه نه‌دي، چې په ادارو کې له جنسي زور ـ زیاتي سره مخې شوې دي.

دوه کاله مخکې د ښځو چارو وزارت په چوکاټ کې د مدني ټولنو، د ښځو د حقونو د مدافعانو او همکارو وزارتونو د استازیو له لوري داسې کمېټه جوړه شوه، چې په دولتي ادارو کې د ښځو د ځورولو کچه راټیټه کړي. بلاخره د دې کمېټې له‌پاره جوړه‌شوې مقرره ولسي جرګې تصویب کړه او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د تصویب په‌پار ولېږل شوه.

د ښځو چارو وزارت د استازیو پر وینا، دا کار د ښځو په ټولنیز حضور کې ستر ګام دی او هغوی چې دا قانون ماتوي؛ د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیاله سپوږمۍ وردګ وايي، دغه مقرره د عامه‌پوهاوي تر څنګ هغه موارد معلوموي، چې د زورزیاتي او انساني قاچاق شمېرې پيدا او حل کړي.

د هغې پر خبره، په ادارو کې کمېسیونونه جوړ شوي او وظیفې يې هم د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالو او ځورونو تطبیق دی.

نوموړې زیاته کړه، د یاد قانون پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه دا ده، چې قرباني شوي ښځې د خپلو جنسي ځورونو راپور نه‌ورکوي او تر هغې چې دوی راپور ورنه‌کړي؛ نو دغه قانون نه ‌شي کېدلی.

خو زیاتره ښځې یا د دغه قانون څخه خبرې نه‌دي او یا هم د خپل کاري مصوونیت له امله ‌ډارېږي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکې مریم حیدري وايي، چې په بېلابېلو دفترونو کې د کار پر مهال له جنسي ځورونو سره مخ شوې ده.

مریم زیاتوي، چې په زیاترو ادارو کې د نجونو د استخدام او ګومارنې معیار وړتیا نه، بلکې قد او اندام دی او کله چې د کاري مرکې له‌پاره نجونې وغوښتل شي؛ نو لومړی ورته وايي: "لومړی باید زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي."

دا یوازې په دولتي ادارو پورې اړه نه‌لري، بلکې په خصوصي بنسټونو کې هم د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې موارد شته.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې قانون باید په خصوصي او دولتي ادارو کې عملي شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزي سلام‌وطندار ته وویل، چې ولسمشر د دغه فرمان تطبیق ټولو ادارو ته ورکړی او د جمهور رییس د فرمان پر بنسټ هېڅ اداره د دغه امر نه مستثنا نه‌شي پاتې کېدلی.

په کابل کې د بشري حقونو د ساحوي دفتر مرستیاله شبنم سیمیا وايي، چې په دفترونو کې ښځې په بېلابېلو شکلونو ځورېږي، دوی د خپل حیثیت نه وېرېږي او سکوت اختیاروي.

سیمیا وايي، چې د قانون پر بنسټ هغه نجونې چې په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونو سره مخېږي باید سند ولري، چې د محکمو له لارې پر تورن په اثبات ورسېږي او جزا ورکړل شي.

د افغانو ښځو د شبکې غړې روشن سرن سلام‌وطندار ته وویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون کې په‌دغه برخه کې هر څه روښانه دي او جزاګانې هم ورته مشخصې شوې دي.

انساني قاچاق عبارت دی له، استثمار، لېږدول او یا په چل، فریب او دوکو باندې د یو شخص په خپل تسلط کې راوړل او له هغه ګټه اخیستل.

په دغه تعریف سره ډېر په ساده‌ګۍ پوهېږو، چې ځېنې کارونه په مستقیم ډول د انساني قاچاق پورې ارتباط لري.

د افغانستان په سنتي ټولنه کې ځېنې رواجونه، عرف او عنعنات د دې لاملېږي، چې هر هغه څوک د جنسي ځورونې سره مخېږي هغوی دې ونه‌شي کولای، چې د خپلو رییسانو او قدرت لرونکیو پر وړاندې دفاع وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام