.jpg)
د تخار ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر حفیظ الله صافی وايي، چې د دغه ولایت د رستاق ولسوالۍ د "خانقاه" د نجونو ښوونځي ۱۲۰ تنه ښوونکي او زده کوونکي مسموم شوي دي.
ډاکټر حفیظ وايي، چې دغه پېښه نن (چهارشنبې) ورځ را منځته شوې او مسموم شوي کسان ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.
صافي له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې تر اوسه ډاکټرانو د مسمومیت دلیل نه دی تشخیص کړی، خو داسې ښکاري، چې دغه مسمومیت د رواني فشارونو له امله وي.
ډاکټر صافی زیاتوي، چې زده کوونکي او ښوونکي په بدیا کې درسونه وايي او دوی هېڅ کوم داسې څه خوړلي او څښلې نه دي، چې د مسمومیت لامل یې شي.
خو له بل لوري د تخار امنیه قوماندان جنرال نورمحمد حکیمی وايي، چې زده کوونکي او ښوونکي په بدیا کې وو، ښايي، چې پر ونو زهري مواد شنیدل شوي وي او دوی یې مسموم کړي وي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځه کېږي، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د رستاق ولسوالۍ د "سر رستاق" د لیسې ۵۰ تنه زده کوونکي مسموم شوي وو.
د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس وايي، دې ته ورته درې کاله مخکې هم داسې یوه پېښه شوې وه، چې لسګونه نجونې په بېلابېلو ښوونځیو کې مسموم شوې وې او ډاکټران په دې بریالي شوي نه وو، چې د مسمومیت لامل یې پيدا کړي.
خو امنیتي ځواکونو بیا څو تنه د مسموموونکیو توکیو سره نیولي وو.





