
د هېواد په سوېل کې روغتیايي مسوولان د ګوزڼ د تازه پنځو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکوي.
په سوېل-لوېدیځ کې د ګوزڼ د بېړنیو پېښو د عملیاتي دفتر مرستیال محمد صدیق سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ویروس درې مثبتې پېښې د کندهار په ډنډ، پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې ثبت شوې دي.
د نوموړي په وینا، د هلمند په باغران او د روزګان په شهید حساس ولسوالیو کې دوه نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د ګوزڼ د بېړنیو پېښو د عملیاتي دفتر مسوولان وايي، د ګوزڼ د مثبتو پېښو ډېروالي لامل د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ګوزڼ واکسین نه تطبیق یادوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې یې د ګوزڼ واکسین د تطبیق لړۍ بیا پیل کړې ده. دغه سازمان ویلي چې په یادو هېوادونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله ۵۰ میلیونه ماشومان د دغه واکسین له نعمته بېبرخې شوي وو.
یونیسف زیاته کړې، د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین د تطبیق لړۍ یې د افغانستان په درې ولایتونو کې پیل کړې او په بله دوره کې چې په روانه میلادي میاشت کې به پیل شي، نږدې نیم هېواد تر پوښښ لاندې ونیسي.
په افغانستان او پاکستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم د ګوزڼ واکسین په ګډون، د ماشومانو د واکسیناسیون ځنډېدلی و.
یونیسف ویلي چې په دې موده کې د ګوزڼ ۳۴ مثبتې پېښې په افغانستان او ۶۳ هم په پاکستان کې ثبت شوې دي. خبرپاڼې زیاته کړې، د ګوزڼ ناروغۍ یوشمېر پېښې په هغو سیمو کې هم ثبت شوي چې مخکې پهکې نه وې.
خبرپاڼه وايي چې د افغانستان په ځینو برخو کې کور په کور واکسینول ناشونی برېښي او ښايي یو میلیون ماشومان له دغه واکسینه بېبرخې شي. دغه سازمان له کورنیو غوښتي چې د واکسین د تطبیق لپاره خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته ورولي.
ګوزڼ په بشپړه توګه یوه ساري، فلجوونکې او په ځینو مواردو کې وژونکې ناروغي ده او یوازې واکسین کولای شي چې مخه یې ونیسي. دغه ویروس د نورو په پرتله له پنځو کلونو پر کمعمره ماشومانو ډېر اغېز کوي.





