
د سلام وطندار د موندنو له مخې د بیات بنسټ د بامیانو ولایت په ښوونځیو کې تاریخ تېري خوراکي توکي پر بې وزلو شاګردانو ویشلي، چې دغه خوراکي توکي څو تنه زده کوونکي مسموم کړي دي.
په وېشل شویو خوراکي توکو کې وریجې او سویا شامل دي او دغه توکي په پلاستيکي کڅوړو کې بند شوي دي.
دغه توکي، چې د «Manna Pack» شرکت له خوا په کڅوړو کې بند شوي دي د مصرف تاریخ یې له ۱۲/۰۸/۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶/۱/۱ تاریخ پورې دی او شاوخوا درې میاشتې يې پر ټاکلي تاریخ اوښتي دي.
بیات بنسټ بیا د ۲۰۱۶/۵/۳ تاریخ د عبدالرحیم شهید په ښوونځي کې پر بې وزلو زده کوونکو وېشلي دي.
فرشته هغه مور ده، چې اولادونو یې د بیات بنسټ وېشل شوي خوراکي توکي خوړلي دي. فرشتې له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له دوی سره یې پنځه کڅوړې وریجې مرسته کړې ده، چې د دغو خوراکي توکو له خوړلو وروسته یې ماشومان د نس ناستي او استفراق په ناروغۍ اخته شوي دي.
نوموړې وايي، چې د دغو خوراکي توکو له خوړلو وروسته یې د ماشومانو په در ملنې یې اووه زره افغانۍ لګولي دي.
نوریه بله هغه مور ده، چې بیات بنسټ یې له ماشومانو سره د وریجو مرسته کړې ده.

وروسته له هغه چې دغه مرسته شوې وریجې په کورونو کې پخوي ماشومان په ناس ناستي اخته کوي.
ډاکټرانو نوریې ته له معایناتو وروسته ویلي دي، چې ماشومانو یې تاریخ تېري خوراکي توکي خوړلي دي او مسموم شوي دي.
د سلام وطندار څېړنیزې څانګې د وېشل شویو وریجو یوه کڅوړه د کیفیت د تشخیص له پاره د عامې روغتیا وزارت ته لېږلې وه.
د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو کنټرول ځای ناستي رییس حامد فرمولي د دغو خوراکي توکو د غذايي ارزښت او روغتیا په اړه وویل، چې د دغو وریجو او نورو خوراکي توکو تاریخ تېر شوی دی او د تاریخ تېرو خوراکي توکو وېشنه له اخلاقي پلوه ناسم کار دی.
فرمولي وویل، چې دغه ډول خوراکي توکو ته به د وېش اجازه ور نه کړي او که په ښار کې وموندل شي د عامې روغتیا وزارت د سیمه ییزې روغتیا ریاست له لوري به ټول شي.
د دې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې، چې د کابل ولایت د پوهنې ریاست د دغو خوراکي توکو د وېش نه خبر وي په ښوونځیو کې وېشل کېږي، په دې اړه د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهر داد وویل، چې د پوهنې وزارت د تفتیش ریاست د دغو خوراکي توکو د وېش په اړه راپور نه لري او زیاته یې کړه، چې هر هغه څه چې په ښوونځیو کې وېشل کېږي، د کابل د پوهنې ریاست له جواز پرته د قانون خلاف کار دی.
مهرداد وویل، چې تر اوسه پورې د بیات بنسټ د تاریخ تېرو خوراکي توکو په اړه دوی ته شکایت نه دی شوی او که په دې اړه د پوهنې وزارت ته شکایت وشي، دوی به دغه موضوع وڅېړي.
د مسموم شوې یوې زده کوونکې مور له سلام وطندار سره د نوم نه خپرولو په شرط خبرې وکړې، پر وینا یې که نوم یې واخیستل شي وېره لري، چې لور یې له ښوونځي نه اېستل شي
د سلام وطندار خبریال وغوښتل، چې په دې اړه د بیات بنسټ له مسوولینو سره هم خبرې وکړي، خو له بیا بیا اړیکو سره سره ونه توانیده، چې د دغه بنسټ ځواب تر لاسه کړي.
د بیات بنسټ په افغانستان کې د خیر ښې ګڼې له بنسټونو دی، چې په بېړنیو حالاتو کې مصیبت ځپلو او دغه راز، بې وزله کورنیو او زده کوونکو سره د خوراکي توکو او روغتیا ساتنې کې مرستې کړې.





