
په بدخشان ولایت کې د ملګرو ملتونو له نشهيي توکیو سره د مبارزې دفتر یا UNODC وايي، د ناامنیو او نامسوولو وسلهوالو پياوړي کېدو سره په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت دوه برابره زیات شوی دی.
د UNODC دفتر د همغږۍ مسوول محمدحسین جلیلي سلاموطندار ته وویل، په دې ولایت کې د ناامنیو او وسلهوالو ډلو د فعالیت سربېره د حکومت لهخوا له نشهيي توکیو سره د مبارزې قانون نه تطبیق لامل شوی چې بدخشان کې د کوکنارو کښت کچه زیاته شي.
جلیلي وايي، تېرکال د کوکنارو کښت ګراف ۱۰ زره هکټاره و چې سږکال بیا په ۲۰ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
.jpg)
په بدخشان کې له نشهيي توکیو سره د مبارزې ادارې رییس محمد قاعد افندي هم په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت زیاتېدو تایید ترڅنګ وايي چې شاوخوا درې کاله مخکې (۱۳۹۱،۱۳۹۲) په بدخشان کې د کوکنارو کښت کچه بېخي صفر وه؛ خو د ناامنۍ او د ټاکنو ترسره کولو پلمې سبب شوې چې کروندګر ځان د قانون او سزا له منګولو خلاص کړي او بېرته د کوکنارو کښت ته مخه کړې.

د بدخشان امنیه قوماندان محمدصابر ارین وايي چې د طالبانو تمویل یوازېنۍ سرچینه کوکنار دي نو له همدې امله د بدخشان په څو ولسوالیو کې د کوکنارو کښت له منځه وړلو لړۍ پیل شوې او پولیس هڅه کوي د کوکنار حاصلاتو کچه بېخي ټیټه کړي.
په بدخشان کې له نشهيي توکیو سره د مبارزې ادارې مسوولان وايي چې له لسو ورځو راهیسې په یوشمېر ولسوالیو کې د کوکنارو کښت له منځه وړلو کمپاین پیل شوی او تراوسه پورې نږدې ۲۰۰ هکتاره ځمکه د کوکنارو له بوټي پاکه شوې ده.





