
له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کونړ په چپې درې، ماڼوګي، وټهپور، څوکۍ، غازياباد، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې د وسلهوالو ډلو له ډاره خپل شپني خدمتونه بندوي چې دغه کال ولسي وګړیو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د شپې لهخوا د ټيلیفوني اسانتیاوو نه موجودیت ورته لوی سرخوږی دی چې په وینا یې، د دوی پر ژوند او کاروبار یې منفي اغېز کړی دی.
د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو اوسېدونکي خطابګل او ځلاند ساپی له حکومت او مخابراتي شبکو غواړي چې ژرترژره دغه ستونزه حل کړي.
د دوی په وینا، کونړ یو غرنی ولایت دی او د شپې لهخوا د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کونړ په چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو کې که څه هم د وسلهوالو ډلو د ګواښونو له وېرې مخابراتي شبکو نږدې دوه کاله فعالیت درولی و، خو له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسې په دغو ولسوالیو کې مخابراتي ستونزې حل شوې وې.
خو وسلهوالو یو وار بیا د چپې درې او ماڼوګي په ګډون، د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د امټيان او افغان بېسیم مخابراتي شبکو پر ځینو سایټونو شپنی فعالیت درولی دی.
چارواکي وايي، په هغو سیمو کې چې د مخابراتي شبکو د فعالیت پر وړاندې ستونزې پیدا شوي، د حل په برخه کې یې اقدامات پیل کړي دي.
د کونړ د والي مرستیال ګلمحمد بیدار وايي، وسلهوالې ډلې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو له ډاره پر مخابراتي شبکو دا ډول بندیزونه لګوي.
د هغه په وینا، طالبان ځکه د شپې لهخوا د مخابراتي شبکو فعالیت بندوي چې پر دوی شپني عملیات او د ډرون له لوري بریدونه و نه شي.
بیدار وايي، مخابراتي شبکې هم له دوی سره تر مشورې پرته د مرکز له لوري خپل فعالیتونه بندوي.
سلاموطندار هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو او مخابراتي شبکو د مسوولانو نظرونه هم واخلي، خو له هڅو سره سره له هغوی سره په خبرو کولو و نه توانېدو.
په کونړ کې د اترا ادارې یو استازی انجینر اعجاز وايي، په غازياباد او ناړۍ ولسوالیو کې یې د مخابراتي شبکو د شپني فعالیت بندېدو ستونزه حل کړې او هڅه کوي چې په پاتې ولسوالیو کې هم دغه ستونزه هواره کړي.
د کونړ په ډېرو ولسوالیو کې اوس له دغو ستونزو سره سره مخابراتي اسانتیاوې شته، خو په لرې پرتو سیمو او بانډو کې لا هم خلک له انټرنېټي خدمتونو لرې پاتې دي.





