.jpg)
دوه مياشتې وړاندې طالبانو د احمدضيا پلار او د هغه ۳ ترونه ووژل. طالبانو د هغه د پلار او د خپلوانو په وژلو سره يې د احمدضيا ملا په ماشومتوب کې ورکوپه کړه او ژوند يې ور تريخ کړ.
ضیا چې په دې عمر کې بايد له خپلو همزولو سره يو ځای ښوونځي ته تللای وای، طالبانو يې پلار او ترونه ووژل او هغه يې د يوې ۳۰ کسيزې کورنۍ دروند مسووليت ته اړ کړ چې په خپلو ماشومانه اوږد دغه دروند بار پورته کړي.
هغه کورنۍ چې ۶ مېرمنې او ۲۴ ماشومان په کې شامل دي، ضيا يې بايد تر ډېرو کلونو پورې سرپرستي پر غاړه ولري.
دوامداره درد او د ژمي سړه هوا هغه څه دي چې د ضیا او د هغه کورنۍ ورنه ځورېږي.
د ضيا په وينا، د کورنۍ ميندې يې د ډېرو کمو پيسو په بدل کې د امنيتي پوستې د هغو سرتېرو جامې مينځي چې د دوی او د سيمې د اوسېدونکيو امنيت ساتي او دی هره ورځ هغو سرتېرو ته اوبه وروړي چې له جنګه، وسلې او ورانۍ ستړي دي، تر څو تنده يې ماته شي.
دوی چې د کاليو په مينځلو څومره پيسې اخلي، په دومره پيسو يوازې د څو ورځو وچه ډوډۍ موندلای شي. د دې کورنۍ ميندې له دولته د مرستې غوښتنه کوي.
د سرتېرو د تندې په ماتولو سربېره چې هره ګړۍ کېدای شي طالبان د دوی ميندې او اولادونه هم د مرګ په وير کېنوي، ضيا له درې کلونو راهيسې د ۳۰ کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي چې دې مسووليت يې ونه شو کولای دی بدې ورځې ته تسليم کړي.
سره له دې چې په وړو سترګو کې يې اوښکو حلقې جوړې کړي وايي، يوه ورځ که ډېره ناوخته هم وي هيله لري چې له خپلو وروڼو او خويندو سره يو ځای ښوونځي ته لاړ شي.
يو يې ډاکټر شي تر څو د دې خاورې د خلکو ټپونو ته مرحم شي، يو يې انجنير شي تر څو د طالبانو لوري ورانې شوې بېرته ورغوي او يو بل يې…
.jpg)
بيبي اسما، هغه مور چې د ژوند زیار، ستونزو او بېوزلۍ یې ملا نه ده ټیټه کړې، خو د طالبانو له لوري د څلورو ځامنو وژل کېدو یې ژوند تریخ کړی او په ډېر غم وايي چې د ځامنو د له لاسه ورکولو داغ یې جګر سوځوي او زړه مې ماتوي. د بيبي اسما په وینا، یوازې یو زوی یې په وژل کېدو محکوم شوی و او پاتې درې نور یې بېخي بېګناه وو.
سیاهموی بیا ځان د احمدضیا مور معرفي کوي. طالبانو یې د خاوند په وژلو سره د نوم د لومړۍ برخې په څېر ژوند ور تور کړی دی. هغه وايي چې د کورنۍ خوښي یې په خاوند او د هغه په درېوو ورونو پورې تړلې وه، خو تورمخیو او تور زړیو طالبانو هغوی په بېرحمۍ سره ووژل.
هغه کسان چې تل د خپلو بچیانو د وژل کېدو شاهدان وو وايي، طالبان په هېچا هم رحم نه کوي او هر څوک، که یې جرم کړی وي که یې نه وي کړی، وژني یې. محمدحسن او عبدالکریم چې د دغو کسانو مرګ یې لیدلی، د ضیا د کورنۍ وضعیت ناسم یادوي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم وايي چې طالبانو څلور ورونه په بېرحمۍ سره ووژل. هغه د ضیا د کورنۍ وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، سره له دې چې د والي دفتر څه موده مخکې له یادې کورنۍ سره څهناڅه نغدي مرسته وکړه، خو په هېڅ ډول یوې دېرش کسیزې کورنۍ ته دا مرستې بسنه کوي.
د جګړې دوام او طالب ډلې چې د جګړې اور یې تازه کړی، د دې وطن وګړي یې ترهولي دي. هغه ماشومان چې باید په دې ورځو کې ښوونځي ته لاړ شي او د سبا لپاره په یوه خزانه بدل شي، خو طالبان د هغوی د کورنۍ د غړیو او د دوی د اروا په وژلو راتلونکې ته د هغوی هیلې ترې اخلي او ژوند یې له تلپاتې درده ډکوي.





