
د روزګان مرکز (ټرینکوټ) ملکي روغتون کې یوشمېر ناروغان او د هغوی پایوازان د دې روغتون له ډاکټرانو سرټکوي او وايي، له ناروغانو سره سم چلن نهکوي.
دوی وايي، که څه هم دولت دغو ډاکټرانو ته د همدې ناروغانو له کبله تنخاوې ورکوي، خو دوی د ناروغانو او د هغوی د پایوازانو ستونزې نهاوري او سمه درملنه یې نه کوي.
شریفالله چې د روزګان اوسېدونکی دی وايي، تېره اوونۍ خپل ماشوم روغتون ته راوړ او بستر یې کړ، خو د ډاکټرانو د بېغورۍ له امله ومړ.
د نوموړي په وینا، ډاکټر مازدیګر مهال د ۶ پیچکاریو نسخه ورکړه. ده هم له بازاره راوړې. ډاکټر هم ۶ واړه ماشوم ته ورولګولې چې د شپې ناوخته مړ شو.
په همدې حال کې د روزګان د چورې ولسوالۍ ۶۰ کلن اوسېدونکی عبدالحمید چې مېرمنه یې د درملنې لهپاره دې روغتون ته راوستلې وايي، ډاکټران د دې پرځای چې د ناروغ درملنه وکړي، هغوی د پیسو لهپاره خپلو شخصي کتنځایونو ته غواړي.
د عبدالحمید په وینا، ډاکټران ځکه د ناروغانو سمه درملنه نهکوي او ځنډوي یې چې اړ شي او د دوی شخصي کتنځایونو ته ورشي.
نوموړی وايي، اقتصادي ستونزې لري او د مجبورۍ له کبله یې دلته ناروغ راوستلی، خو ډاکټران یې له مجبورۍ ناسمه ګټه اخلي، په لوی لاس یې د ناروغ درملنه ځنډوي او د جیبونو ډکولو لهپاره یې تر رسمي وخت وروسته خپل شخصي کتنځای ته غواړي.
د روزګان د ملکي روغتون رییس ډاکټر امینالله توخی هم د خلکو نیوکې پرځای بولي او وايي چې تر دې وړاندې هم ورته شکایتونه ورته رسېدلي دي.
د نوموړي په وینا، د خلکو د شکایتونو له مخې یې ځینې هغه ډاکټران چې له طبي اصولو یې سرغړونه کوله، له دندو ګوښه کړي دي.
ښاغلی توخی ژمنه کوي چې هغه ډاکټران به ګوښه کړي چې له ناروغانو او د هغوی پایوازانو سره ناسم چلن کوي او یا یې هم شخصي کتنځایونو ته غواړي.

بلهخوا په روزګان کې د بشري حقونو یوشمېر ملاتړي ځوانان دا ستونزه د خلکو په وړاندې ګواښ بولي او وايي، هېڅوک حق نهلري چې د چا روغتیا وګواښي.
دوی خبرداری ورکوي، که د ولایت په دولتي او نورو اړوندو کلینیکونو کې چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو لهپاره جوړ شوي، یاد ستونزې حل نهشي؛ پروړاندې به یې مدني اعتراضونه پیل کړي.





