د بغلان له روغتون نه پر کورونا اخته کس تښتېدلی

د بغلان یو اوسېدونکی وايي، ورور یې چې پر کورونا ویروس اخته و، د دغه ولایت مرکزي روغتون نه تښتېدلی دی.

نوموړي د نوم د یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې ورور یې څه موده مخکې د ایران له «قم» نه راغلی و او وروسته بیا د کورونا نښتې په‌کې پیدا شوې.

د دغه کس کورنۍ له پولیسو غوښتي چې هغه پیدا او د درملنې او نورو ته ترې د ویروس خپرېدو مخنیوي لپاره یې د ولایت یوه روغتون ته ولېږدوي.

کورونا ویروس یوازې په څو میاشتو کې نږدې ټولې نړۍ ته رسېدلی او د هرې ورځې په تېرېدو سره پرې د اخته کسانو شمېر زیاتېږي. تر اوسه دا ویروس له دوو سوو په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی دی.

تر اوسه ۲۷۳ کسان په هېواد کې پر دغه ویروس اخته شوي چې ډېری یې په هرات ولایت کې دي. دغه راز ۶ کسان یې له کبله مړه شوي او ۱۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره په کورونو کې پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام