
طبیعی پېښو ته د لاس رسي چارو کې د دولت وزارت ویاند عمر محمدي نن په یوې خبري غونډه کې وویل، چې سږ کال د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې یوزرو او ۹۸۱ کسان وژل شوي او ۳۰۸۴ نور ټپیان شوي دي.
محمدي وویل، په طبیعي پېښو کې ۶ زره او ۱۹۱ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۱۲ زره او ۴۳۸ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
د دې وزارت د ویاند په خبره، د طبیعي پېښو له امله په ټول هېواد کې ۱۵ لکه او ۹ زره او ۸۴۶ هېوادوال له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
محمدي وایي، چې طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت د دولتي او نادولتي موسېسو په مرسته په بلخ، بغلان، کندوز، روزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ۲۰ زره کورنۍ له طبعي پېښو ژغورل شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي، چې د یو شمېر نورو بنسټونو په همکارۍ یې ۱۶ لکه او ۸ زره او ۸۴۸ کورنیو سره ۳۴۵ میلیونه او ۱۶ لکه او ۷ زره او ۵۴۲ افغانۍ نغدي او خوراکي توکو مرستې کړي دي.





