د تخار د علماو شورا: رسنۍ به هم د فرخندې پر برخلیک اخته شي

د هېواد په شمال کې د حکومت د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو له زیاتوالي سره خبریالان او رسنۍ له ګواښ سره مخ دي او د کارونو د محدېدلو هڅې یې کېږي.

په تازه کې د تخار ولایت د عالمانو شورا رییس عبدالصمد رسنیو ته ګوتڅنډنه کړې ده، چې د فرخندې په سرنوشت به اخته شي.

د تخار د عالمانو شورا رییس د سیمه ییزو چارواکیو او د رسنیو له کارکوونکیو سره په خبرو کې ویلي، چې علما ناراضه دي او رسني داسې خپرونې کوي، چې د خلکو احساسات راپاروي. نوموړی وایي، په دا ډول خپرونو سره د خلکو ارواوې ناکراره دي.

مولوي عبدالصمد وایي، رسنۍ دې د مذهبي لارښوونو سره سم نشرات وکړي.

د نی دفتر مشر صدیق الله توحیدي سلام وطندار ته وویل، که رسنۍ د افغانستان د اساسي قانون سره سم نشرات لري؛ نو رسنیو ته به هېڅ ډول ستونزه جوړه نه شي.

توحیدي وایي، هغه څوک چې د رسنیو د سبوتاژ فکر لري؛ په دې باید پوه شي، چې هېڅوک د رسنیو د بندولو توان نه لري.

توحیدي د تخار ولایت په محلي چارواکیو نیوکه کوي، چې داسي خلکو ته اجازه ور نه ورکړي، چې د رسنیو او د بیان د ازادۍ پر خلاف سنګر جوړ کړي.

د تخار د والي ویاند سنت تیموري سلام وطندار ته وویل، چې د دې ولایت سیمه ییز حکومت د رسینو او خبریالانو د خوندیتوب له پاره له هرې ممکنه لارې کار اخلي او هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې سنګرونه ونیسي.

تیموري وایي، په تخار ولایت کې رسني مبتذل نشرات لري او د د دې ولایت عالمان یې دې ستونزې ته متوجې کړي دي.

له بلې خوا په تخار کې د ښځو د حقونو فعاله سیلۍ غفار وايي، چې د فرخندې قتل د تاریخ یوه بده پېښه وه، چې د تل له پاره به په ذهنونو کې پاتې وي. د سیلۍ غفار پر وینا، د دې ډول پېښې د ویاړ په توګه یادول انسان او انسانیت ته ستر توهین دی. فرخنده تېر کال د سلواغې په میاشت کې د قهرېدلو اشخاصو له خوا په کابل کې ووژل شوه او بیا یې جسد ته اور واچول شو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام