کورونا؛ هېواد کې يې د اخته کسانو شمېر له ۱۶ زرو هم واوښت

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې په کورونا ویروس د اخته کېدو ۷۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت کړي چې ورسره په کورونا ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۶ زره ۵۰۹ کسانو ته ورسېد.

د يادوزارت د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو مرستيال وحیدالله مجروح وايي چې له يادو تازه پېښو  ۲۶۶ په کابل، ۲۱۲ په هرات، ۶۶ په پکتيا، ۳۹ بلخ، ۳۴ ننګرهار، ۲۷ بغلان، ۲۵ خوست، ۲۱ بامیان، ۱۸ په فارياب، ۱۷ په غزني، ۱۷ په تخار، ۷ په کاپيسا، ۴ په پروان، ۳ په بدخشان او ۲ کسان په سمنګانو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ کسانو د کرونا ویروس له امله ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ښه شوي چې ورسره ټول هېواد کې د کورونا له کبله د مړو شویو شمېر ۲۷۰ او د روغو شویو شمېر ۱۴ سوه ۵۰ ته ورسېد.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام