کندوز کې نامسووله وسله‌وال له خلکو «عشر» ټولوي

د کندوز یوشمېر بزګر او کروندګر وايي چې نامسووله وسله‌وال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت ټینګښت په پلمه له خلکو عشر ټولوي.

د کندوز یوه بزګر سلام‌وطندار ته ویلي چې سږ کال یې د پنځه جریبه ځمکې ۳۰۰ منه غنم اخیستي، خو وسله‌والو ترې ۱۰۰ منه د عشر په نوم اخیستي دي. هغه وايي، خلک هغوی ته تر تسلیمېدو پرته بله لار نه لري.

د کندوز بزګران وايي، وسله‌وال کسان د غنمو، خټکیو او هنډوانو د حاصلاتو ټولولو په موسم کې پیدا کېږي او کروندګر ځوروي.

د کندوز بزګران له حکومته غواړي چې د یادو وسله‌والو مخه ونیسي.

د کندوز د کرنې رییس عبدالهادي قرلق د نامسووله وسله‌والو له لوري د عشر ټول تاییدوي او وايي چې یاده موضوع یې له امنیتي ادارو سره شریکه کړې ده.

د کندوز محلي مسوولان وايي، په وروستیو دوو کلونو کې له ۷۰ نه ډېر وسله‌وال د خلکو د ځورولو په تور د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او دا لړۍ روانه ده.

د کندوز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي وايي، د کندوز محلي حکومت د هغو کسانو مخه نیسي چې له خلکو عشر ټولوي.

دا لومړی ځل نه دی چې وسله‌‌وال کسان د کندوز له کروندګرو عشر ټولوي. د خلکو په وینا، نږدې یوه لسیزه کېږي چې حکومت نه دی توانېدلی د یادو کسانو مخه ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام