
له څو کلونو راپه دېخوا ټولنې کې د فعالو مېرمنو زیاتېدو سره یو شمېر مېرمنو د موټرو چلولو سره ځانګړې لېوالتیا پیداکړې او د موټر چلولو په روزنیزو کورسونو کې د ګډون سربېره د جوازونو اخیستلو غوښتنه کوي.
د کابل د ترافیکو ریاست مسوولین وايي، چې د پخوا په پرتله موټر چلولو ته د ښځینهوو لېوالتیا زیاته شوې ده.
د کابل د ترافیکو ریاست عمومي مدیر سید محبوب سادات وايي، چې د ۱۳۹۵ کال له پیل راهیسې له ۳۵۰ زیاتو مېرمنو د موټر چلولو کورسونه بشپړ کړي دي او لېسنسونه یې ورکړي دي.
د ترافیکو عمومي مدیر زیاته کړه، په هر پړاو کې ښځينه موټر چلوونکو ته د درېیو اوونیو له پاره وړیا روزنیز کورسونه په پام کې نیول شوي دي.
زیات شمېر مېرمنې باوري دي، چې موټر چلول دوی ته اړین دي؛ خو په واټونو کې له ستونزو سره مخ کېږي.
ځینې هغه مېرمنې، چې د موټر چلولو تجربه لري وايي، په واټونو کې د نارینهوو له خوا ځورول کېږي.
لیمه امیري او سروین سلطان وايي، چې له موټر چلوول سره خورا لېوالتیا لري.
دوی وايي، مېرمنې هم کولی شي د یو هېوادوال ستونزه حل کړي او د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.
دغه مېرمنې بیا وايي، هغه ښځې چې په ښار کې موټر چلوي د نارینهوو له خوا ځورول کېږي.
سمیرا حميدي د ښځو حقونو فعاله وايي، هغه مېرمنې چې په کابل او هرات کې موټر چلوي بېخې لږ دي؛ خو ښځینه په ټولنه کې د خپل حضور زیاتېدو سره کولی شي؛ نورې مېرمنې هم موټر چلولو ته لېواله کړي.
مېرمن حمیدي وايي، د کلونو په تېریدو اوس هم نارینه د ښځو پر حقونو سترګې پټوي او هغه ناوړه دودونه او رواجونه چې په ټولنې کې موجود دي؛ موټر چلوونکو مېرمنو ته يې زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي.





