پروان کې يوه ۱۸ کلن هلک پر ۵ کلنې ماشومې جنسي تېری کړی

پروان کې يو شمېر حکومتي سرچينې وايي، يوه ۱۸ کلن هلک پر يوې ۵ کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.

يادو سرچينو سلام‌وطندار ته ويلي، د ياد ولايت د سيدخېلو ولسوالۍ په رضاخېل کلي کې د سې شنبې په ورځ د فرشتې « مستعار نوم» په نوم ماشومه چې مدرسې ته روانه وه، د يادې سيمې د يوه اوسېدونکي له لوري ورباندې جنسي تېری شوی دی.

د پروان ولايت د ښځو چارو رييسه شاه‌جان یزدان‌پرست د ياد خبر په تاييد سره وايي، د دې رياست کارکوونکي د يادې پېښې د څېړلو په موخه سيمې ته تللي؛ خو تر اوسه يې جزيات نه دي ترلاسه کړي.

د ياد ولايت امنيتي مسوولان هم د ياد خبر په تاييد سره وايي، دا پېښه د جدي مياشتې په ۲۴مه نېټه شوې ده.

يوه باوري امنيتي سرچينه چې نه غواړي راپور کې يې نوم خپور شي د دغه هلک د نيول کېدو خبر ورکوي او وايي، ياد هلک په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

همداراز سرچينې وايي چې دا ماشومه د پروان سيمه‌ييز روغتون ته لېږدول شوې ده.

په دې اړه مو د فرشتې د کورنۍ نظر تر لاسه نه شو کړی.

يادې پنځه کلنې ماشومې باندې په داسې مهال جنسي تېری کېږي چې تېره اوونۍ سلام‌وطندار د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه بشپړ راپور خپور کړ.

د ياد راپور پر بنسټ تېرو ۵ کلونو کې د پروان د ښځو چارو له ریاست سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ۸ زره ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

په دې تړاو:

يوه ښار کې د تاوتريخوالي ۸ زره پېښې؛ پر شکريې، عايشې او پريسا څه تېر شوي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام