
د کابل د لوېديځې څنډې سلګونه اوسېدونکي د دویمې ورځې لهپاره سړکونو ته را ووتل او د عليپو د خلاصون غوښتنه یې وکړه. په ورته وخت کې د بامیان، دایکندي، بلخ او غزني ولایتونو اوسېدونکیو هم اعتراض کړي او د قوماندان عليپور د خلاصون غوښتنه یې کړېده.
د کابل معترضان د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د کور مخې ته را ټول شوي او په یو غږ د عليپور د خوشې کولو غوښتنه کوي.
معترضین وایي چې پولیس سرتېرو پرې ډزې کړېدي.
دوی ادعا کوي چې قوماندان عليپور خاین نهدي او تل یې د خلکو د امنیت ساتنې لهپاره هڅې کړېدي. دوی له دولته د هغه د ژر تر ژره د خوشېکېدلو غوښتنه وکړه.
د روغتیا وزارت په کابل کې د ۱۹ معترضانو او په بامیان کې د روغتیا ریاست د ۷ معترضاو د ټپي کېدو خبر ورکړی؛ خو معترضین وایي چې مړي او ټپیان تر دې ډېر دي.
د ولسمشرۍ د دویم مرستیال سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې د معترضو کسانو له استازیو سره د مذاکرې او د قوماندان عليپور د نیولو دوسیې په جدي توګه تعقیب خبر ورکړیدی او له معترضانو یې د آرامۍ غوښتنه کړېده.
د ملي امنیت ریاست هم په خپره کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې عليپور غیرمسووله قوماندان دی او د غیرقانوني کړنو له امله نیول شویدی.
د کورنیو چاروزارت امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي د دفاع وزارت له لوی درستیز سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې تراوسه پولیسو د لاریونوالو پر وړاندې سلاح نهده کارولې.
د ښاغلي ابراهیمي په خبره، هغه فرصتطلبه کسان چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د جوماتونو د ساتنې لهپاره ورته سلاح ورکړل شوې؛ پر ۱۳مې، ۶مې او ۱۸مې امنیتي حوزې برید کړی او د پولیسو ۶ پوستې یې سوځولې دي.

ښاغلي ابراهيمي زیاته کړه چې عليپور یو تورن شخص دی او اوس د ملي امنیت له لوري تر ګروېږنو لاندې دی.
ښاغلی ابراهیمي همداراز وايي چې د معترضانو د ټپي کېدو یا وژل کېدو په اړه شمېرې نهلري؛ خو ۴۸ پولیس ټپیان شوي چې ۴ یې د معترضانو له لوري په ډزو او پاتې یې په لاسي اخ او ډب کې ټپیان شوي.
بلهخوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار کې سلګونو کسانو د یو سولهییز لاریون په ترڅ کې د غیرمسوله وسلهوال قوماندان عليپور د محاکمې کېدو غوښتنه وکړه.
اعتراض کوونکي وایي، کهچیرې عليپور قوماندان له زندانه خوشې او محاکمه نهشي؛ نو سر له سبا به د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیان لویې لارې وتړي.
دوی وایي عليپور په مرکزي ولایتونو کې عام خلک وژلي او ځورولي دي.
د عليپور د نیولو بحث نن په ولسي جرګه کې هم تود و. د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، د ملي امنیت ریاست باید ولسي جرګې او ښاریانو ته د عليپور د نیولو په تړاو معلومات ورکړي.
ښاغلي ابراهیمي د جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله چې له ملي امنیت ریاست سره د دې سیمهییز قوماندان د نیولو په اړه خبرې وکړي.
سره لهدې چې اعتراض کوونکي وايي، ترڅو چې قوماندان عليپور نه وي خوشې شوی؛ دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي؛ خو د کابل د ګارنیزیون قوماندانۍ بیا وايي چې خلک دې په عمومي واټونو کې لاریونونه نهکوي او خلکو ته دې خنډونه نه جوړوي.
یاده قوماندانۍ خبرداری ورکوي چې مخالفې ډلې پلان لري له دې فرصت نه په ګټه اخېستلو خپلې موخې پلې کړي.





