
د سمنګان ولایت ځينو مدني فعالانو د یاد ولایت والي محمدهاشم زارع پر کړنو نیوکې وکړې او هغه یې په کارونو کې یو تنبل او ناغېړه شخص یاد کړ.
دغو مدني فعالانو د يوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت والي یو ضعیف مدير، په اداري فساد ککړ، په پراختیايي پروګرامونو کې ناغېړه او په نورو دولتي چارو کې د تنبل شخص تور پرې پورې کړ.

د مدني فعالانو له ډلې یو تن کریمالله سالم سلاموطندار سره د مرکې پرمهال پر والي تور پورې کړ، چې د سمنګان والي محمدهاشم زارع د کار کولو وړتیا نهلري.
دوی خبرداری ورکړ، که يې مرکزي حکومت په یوه اوونۍ کې له دندې ګوښه نهکړي، نو په لاریون کې به لاس پورې کړي او د شمال لویه لاره به هم وتړي.
له بل لوري بیا د سمنګان والي محمدهاشم زارع د دغو ادعاوو په ردولو سره سلاموطندار ته وویل، چې سیمهییز چارواکي په یاد ولایت کې د ناوړه ګټه اخیستونکو پر وړاندې اقدامات کړي، نو ځکه ځينو يې پر خلاف اعتراضیه غونډې کوي او تورونه پرې لګوي.





