خوست کې د ښځینه‌وو حرفوي زده‌کړو کورنی تاوتریخوالی کم کړی

له ډېر پخوا راهیسې له پښتني سیمو د کورنیو تاوتریخوالي په اړه خبرونه خپرېږي او یو لامل یې د ښځینه‌وو د اقتصاد کمزوری حالت او بې کاري ښودل کېږي.

خو دا ځل په خوست کې له حرفوي او مسلکي زده‌کړو فارغو شویو زده‌کوونکیو کې یو شمېر ښځینه وايي چې اقتصادي حالت یې ښه شوی او له امله یې د کورنیو تاوتریخوالي پېښو کې کموالی راغلی.

شپږو میاشتې مخکې خوست کې د ډاکار موسسې له‌خوا ۱۲۰ کسانو ته د حرفوي او مسلکي زده‌کړو پرواګرام برابر شو چې ۶۰ ښځینه او ۶۰ نرینه په‌کې شامل شول او په‌دې کې یې د نلداونۍ، خیاطۍ، ګلدوزۍ او موټرسایکل جوړونې په برخو کې مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې.

دوو ښځینه‌وو فارغینو ګل‌جمیله او بي بي ګلې سلام وطندار ته وویل چې د حرفوي زده‌کړو وروسته اوس په کورني لګښت کې له نرینه‌وو سره پوره مرسته کوي او ل امله یې کورني جنجالونه له‌منځه تللي.

د دوی په وینا، په اقتصادي لحاظ له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي چې دې چارې د کورني تاوتریخوالي په راکمولو کې مرسته کړې‌ده.

له‌دې روزنیز کورسه فارغ شوي دوه تنه احمدالله او زین‌الله هم وايي چې په اقتصادي عایداتو کې یې جوت بدلون راغلی دی.

د دوی په وینا، د کسب‌و کار له یادولو سره نه یوازې د کورنیو د اوږو بار نه‌دي بلکې په اقتصادي برخه کې له کورنیو سره ډېرې مرستې کوي او خپلې راتلونکي ته ډېر خوشاله دي.

خوست کې د ډاکار موسسې ولایتي مسوول محمدسعید وايي، په‌دې روزنیز پروګرام شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د ډاکار موسسې له‌خوا ورکول کېدلې. د ده په وینا، دوی په روان لمریز کال کې پلان لري چې ۲۰۰ تنو ته حرفوي زده‌کړې ورکړي او دا پروګرام د ګلان کمپ ـ هغې سیمې ته چې وزیریستاني کډوال په‌کې اوسېږي ـ هم وغځوي.

د یادونې ده چې په‌دې فارغ شویو کسانو کې د ځایي اوسېدونکیو ترڅنګ له شمالي وزیرستانه راکډه شوې کورنۍ هم شاملې دي.

د خلکو په باور، که د حرفوي زده‌کړو دغه ډول پروګرامونه زیات شي؛ د خلکو ډېرې اقتصادي ستونزې به هواري شي او په کورنیو کې به د تاوتریخوالي په پېښو کې نور کموالی هم راشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام