
د عامې روغتیا وزارت نن (دوشنبې) په کابل کې له تور زېړي یا هېپاټېټ سره د مبارزې نړۍواله ورځ ونمانځله.
د دې وزارت د وقایويطب عمومي رییس بشیراحمد حمید وايي، د افغانستان غوندې هېوادونو کې د هرو ۱۰ کسانو له ډلې، ۹ یې نه پوهېږي چې تور زېړی لري.
د نوموړي په وینا، عامې روغتیا وزارت سږکال د «خپله وینه د هېپاټېټ لهپاره معیانه کړئ!» په نوم د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه پیل کړې چې د نورو ګټورو پروګرامونو ترڅنګ به تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي.
حمید وايي، په نړۍ کې تر ۳۰۰ میلیونه زیات کسان تور زېړی لري چې ډېره برخه یې د افغانستان په څېر هېوادونو کې دي چې په هرو ۱۰ کسانو کې، ۹ یې د خپلې ناروغۍ په اړه معلومات نهلري.
په همدې حال کې د نړۍوال روغتیايي سازمان مسوولین وايي، د یوې لسیزې وروستۍ څېړنې یې ښيي چې د یادې ناروغۍ خپرېدو کچه په افغانستان کې ډېره شوې ده.

د دغو څیړنو پر بنسټ په افغانستان کې د B ډول زیړي خپریدل ۱،۹ سلنه. د C ډول يې ۱،۱ سلنه ده چې د ورته شان ناروغیو خپرېدل زیاتره په کابل او هرات کې راپور شوېدي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې په هېواد کې تراوسه پورې ۱۲ میلیونه کسان د تور زېړي ناروغۍ د تشخیص لهپاره معاینه شوي دي چې له هغې ډلې ۴۰ زره تنه يې په B هیپاټیت او ۱۸ زره تنه يې په C هیپاټیټ اخته وو.
د عامې روغتیا وزیر وايي چې د وروستیو څوو لسیزو جګړې، پرانیستو سرحدونه، کورنۍ او بهرنۍ کډوالي، د زرقي موادو کارول، بېوزلۍ، وزګارتیا، د وطنوالو سواد کچې ټیټوالی او روعتیايي او ټولنیزو خدمتونو ته د وطنوالو نه لاسرسی په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د ودې لاملونه دي.
د طبي موندنو پر بنسټ ایدز او زیړی هغه ویروسونه دي چې د وینې، جنسي اړیکو، او پر دغو ویروسونو د ککړې پیچکارۍ تزریق له لارې له یوه انسانه بل انسان ته لیږدول کیږي.





