په سوېلختیځ زون لهپاره دغه جوړوېدونکی انسټيټيوت به لابرتوار، فارميسې او فزيوترافي ۳ څانګې ولري او له هر ولايته به پهکې ۲۶ زدهکوونکي ـ چې له ټولو ولايتونو څخه ۱۰۴ زدهکوونکې کېږي ـ په کې په زدهکړو بوخت شي. دا زدهکوونکي هلکان او نجونې رانغاړي چې له دوو تر درېيوو کلنو په موده کې روزل کېږي.
د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر ولايتخان احمدزي له رسنيو سره په خبرو کې وويل، سږکال د دې انسټيټيوټ لهپاره نوې ودانۍ جوړېږي او د اوس لهپاره يې د ليلي سيستم او نور امکانات برابر کړيدي.
د ده په وینا، د نجونو لهپاره د زاړه ملکي روغتون په ودانۍ کې ځای نيول شوی او نيمايي ودانۍ یې رغول شوېده.
د دې انسټيټيوټ يوې محصلې نظیمه عزيزي – چې تازه يې زده کړې پيل کړي ـ له سلام وطندار سره خبرو کې وويل چې له فارغېدو وروسته به په اړوندو کلنيکونو کې د خدمت جوګه شي.
اغلې عزيزي وويل، اوس هم په ولسواليو او لېرې پرتو سيمو کې خلک له روغتيايي اسانتياوو بېبرخې دي او ډېری روغتيايي کارکوونکي د امنيت د نهشتوالي په سبب دندو پرېښودلو ته اړ کېږي.
پکتيا ولايت په ۱۳ ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه او کلنيکونه لري؛ خو يوازې د مرکز ګردېز او اريوب ځاځيو کې مسلکي ښځينه ډاکټرانې لري او پاتې نورې ولسوالۍ له ډاکټرانو بېبرخې دي.





