
د میدان وردګو ولایت نږدې زر اوسېدونکيو نن (چهارشنبه) د دې ولایت په مرکز (میدانښار) کې د اعتراض په توګه د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیانو لویې لارې وتړلې.
دغه لاریونوال وايي، حکومت د دې ولایت له اوسېدونکیو سره توپیري چلن کوي او تر هغو یې چې غوښتنې نهوي منل شوي، یادې لارې به همداسې تړلي وي.
د لاریونوالو په وینا، که څه هم د دې ولایت، په ځانګړي ډول د «مرکز میدانښار، نرخ او جلرېز» درېوو اداري واحدونو اوسېدونکیو په ولسمشریزو ټاکنو کې د پراخ ګډون ترڅنګ، د حکومت او نظام له هر ملي دریځه ملاتړ کړی او تر شا یې ولاړ دي، خو حکومت له پامه غورځولي او په دولتي ادارو کې د ګومارنې په برخه کې ورسره عدالت نهدی شوی.
لاریونکوونکیو احمدشاه او احسانالله هوتک پهدې اړه سلاموطندار سره مرکې کې وویل، حکومت باید د نورو ولایتونو په څېر د دې ولایت په مرکز (میدانښار) کې هم یو دولتي پوهنتون جوړ کړي.
دوی زیاتوي، حکومت باید په برېښنايي تذکرو کې د دې ولایت بشپړ نوم چې «میدان وردګ» دی او د ځینو کسانو لهخوا «وردګ» ته اړول شوی، ذکر کړي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایتي شورا غړی او لاریونوال شریفالله هوتک بیا پر ځینو سیمهییزو ولایتي ادارو نیوکه کوي چې په رسمي چارو کې د دې ولایت بشپړ نوم (میدان وردګ) نه لیکي او په دې سره هڅه کوي چې یاد ولایت کې د مېشتو قومونو ترمنځ قومي او سمتي اختلافات رامنځته کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې ځینې سیمهييز ـ قومي مشران د ولایت د نوم بدلولو او یوې ولسوالۍ ته د پوهنتون په لېږد کې شخصي ګټې لري. هوتک پر حکومتي مشرانو غږ کوي چې د یادو کسانو مخه ونیسي او اجازه ورنهکړي چې د خلکو ترمنځ اختلافاتو ته لمن ووهي.
بلهخوا د میدان وردګو ولایت چارواکي لاریون او اعتراض د خلکو حق بولي او وايي چې ژرترژره به یې غوښتنې تر مرکزي ادارې ورسوي.

د میدان وردګو ولایت سلګونو اوسېدونکیو شاوخوا ۱۸ ورځې وړاندې هم په دې اړه د ۳ وو ورځو لهپاره لاریون کړی و او د اعتراض په توګه یې ځینې ولایتي ادارې هم تړلې وې، خو ولسمشر محمداشرفغني یاد ولایت ته د لېږلي پلاوي په وسیله د لاریونوالو د غوښتنو منلو ژمنه کړې وه چې د دوی په وینا تر اوسه یې هېڅ څرک نهشته.
لاریونکوونکي د عدالتغوښتنې لهپاره یو ځل بیا واټونو ته راوتلي او ټینګار کوي چې داځل یې ټولې غوښتنې نهوي منل شوي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د کابل ـ کندهار او کابل ـ بامیانو لویې لارې به همداسې تړلې وساتي.





